د خوراک ډول په احساساتو او سلوک څه ډول اغېز لري؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
دا په تجربو ولاړه خبره ده، چې د لوږې او تندې په وخت او په مړه خېټه د انسان په احساساتو او خواصو کې ژور توپير شتون لري. که چېرې يو کس وږی او يا تږی وي، نو رويه، سلوک، د کار د تر سره کولو فکر، انرژي او همدا ډول خپل احساسات يې له کنټرول څخه بهر وي. خو که له همدغه کس سره په داسې يو وخت کې خبرې وشي، چې د تندې او لوږې حس يې پوره وي، نو په رويه او سلوک يې کې به يې ژور توپير پيدا کړئ.
هر ډول خواړه او څښاک په وجود کې د مېتابوليزم له عمليې وروسته په دوو لويو برخو ويشل کيږي، چې يو يې فضله مواد او بل يې پروتو پلازم دی. فضله مواد له وجود څخه بهر کيږي او پروتوپلازم د وينې د دوران سېسټم ته دننه کيږي. پروتوپلازم يوناني کليمه ده، چې مانا يې لومړنۍ ماده. يانې پروتو په مانا دې لومړۍ او پلازم په مانا دې مادې. پروتوپلازم هغه لومړنۍ ماده ده، چې د ژوند موجود د ژوند سبب کيږي او په نشتون کې يې ژوندی موجود له مرګ سره مخ کيږي.
لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، چې هر خوراک او څښاک د ژوندي موجود په بدن کې د ميټابولېزم له پروسې وروسته په فضله موادو او پروتوپلازم ويشل کيږي. نو کله چې خوراک او څښاک نه وي، پروتوپلازم منځ ته نشي راتللی او کله چې پروتوپلازم شتون ونه لري، د ژوندی موجود ژونکې يا حجرې (Cells) ضعيفې کيږي او ورپسې له منځه ځي. د حجرو له مرګ وروسته نسجونه، د نسجونو له مرګ وروسته غړي، د غړي له مرګ وروسته سېسټم او د سېسټمونو له مرګ وروسته د ژوندي موجود، وجود له منځه ځي او ژوندی موجود مري.
مطلب دا دي، چې که د يو اوږد وخت لپاره خوراک او څښاک تر سره نه شي، نو پروتوپلازم منځ ته نه راځي او د پروتوپلازم په نشتون کې په تدريجي ډول سره د ژوندي موجود بدن له حجرو څخه په ضعف اخته کيږي، بيا تر سېسټمونو پورې ضعيف کيږي او له منځه ځي. که بيا د يو کم وخت لپاره خوراک او څښاک ونشي نو په بدن کې ذخيره شوی پروتوپلازم په مصرف رسيږي. د نوي پروتوپلازم د نشتون له امله حجرې ضعيفې کيږي، د حجرو کمزورتيا په نسجونو، غړيو، سېسټمونو او ورپسې په ټول بدن اغېز کوي، په پايله کې ژوندی موجود يا په ځانګړې ډول سره د انسان په احساساتو کې توپير راځي، غوسه کيږي، حوصله له لاسه ورکوي، د کار کولو توان يې له منځه ځي. دا ټول ځکه چې د نه خوراک او څښاک پر اساس حجرو ته پروتوپلازم نه رسيږي او حجره د ژوندي موجود جوړښتيز او وظيفوي واحد دی.
نويو څيړنو موندلې ده، چې نه يوازې د لوږې - تندې په شتون او د لوږې - تندې په نشتون کې کې د انسان خواص او احساسات تغير کوي، بلکې د خوراک او څښاک ډول هم د انسان په احساساتو او خواصو کې ژور توپير رامنځ ته کوي.
دغه څېړنې په ګوته کې چې د خوراک ډول يا غذايي رژيم (Diet) له مغزو او اعصابو سره مسقيمه اړيکه لري. هغه خواړه چې روغتيايي دي، ګټه يې يوازې د بدن روغتيا ته نه ده، بلکې په احساساتو او سلوک باندې هم ژور اغېز پرېږدي. له بلې خوا، هغه خوراک او څښاک چې روغتيايي نه دي، بدن ته هم مضر دي او په احساساتو او سلوک باندې هم بد او منفي اغېز درلودلی شي.
د بلېګې په ډول هغه څوګ چې ښه روغتيايي خواړه خوري، نو په روغتيايي ډول د وينې لوړ فشار يا hypertension نه لري او په احساساتي ډول له اندېښنو يا depression څخه په امان وي.
د خوراک ډول او بيا په احساساتو او سلوک د هغې د اغېزې په اړه د (رش) په نوم يو پوهنتون څو ورځې وړاندې د يوې شپږ کلنې سروې پايلې اعلان کړې. دغه سروې او څېړنه چې د شپږو کالونو په موده کې په ۹۶۴ کسانو تر سره شوي او په پايله کې درې ډلې کسان ورڅخه رايستل شوي دي.
په دې شپږ کلنه سروې کې چې کومو کسانو د شپږو کلنو په موده کې، په پاملرنې سره تازه ميوې، لوبيا، نخود، په کمه اندازه سره د شحم، غوړو او سوډيم خوراکونه کړي، نو هم په صحي ډول روغ دي او هم په احساساتي ډول اندېښنې، تشويش او نور روحي فشارونه نه لري. پاتې دوې نورې ډلې، چې په کمې پاملرنې سره يې د پورته خوراکونو څخه کټه اخېستلې ده، په دويم او درېيم مقامونو کې يې روغتيايي او احساساتي حالتونو راغلي دي.
وروستي