
خلک بايد څنګه اړ شي، چې بريښنايي پېژند پاڼې واخلي؟
ميرويس ويال
بريښنايي پېژند پاڼې يوازې د هويت پېژندې لپاره نه دي، بلکې په لسګونه نورې ګټې هم ورسره تړلې دي.
بريښنايي پېژند پاڼې کولی شي، چې:
- په هېواد کې په امنيت مثبت اغېز ولري او د جنايي جرمونو کچه را ټېټه کړي.
- د هېواد د وګړو نامالومه شمېره څرګنده او کره کړي.
- په هېواد کې د مېشتو قومونو اکثريت او اقليت او همدارنګه د ټولو وګړو په منځ کې د دوی سلنه روښانه کړي.
- مختلف دولتي سندونه لکه لېسانس، بايو مټريک او نور په يو کارډ کې ځای پر ځای شي.
- رڼو او شفافو ټاکنو ته لاره هواره کړي.
- په غېرې قانوني ډول د افغان په نوم د بهرنيو اتباعو د پاسپورټ او پېژند پاڼې د اخېستلو مخنیوی وکړي.
- او په لسګونه نورې ګټې، چې د بريښنايي پېژند پاڼو په ويش او اخېستلو سره، ور څخه ټول افغانان؛ نه يوازې يو ځانګړی قوم برخمن کيدای شي.
هغه سياسي اشخاص او کړۍ چې په لوی لاس د بريښنايي پېژند پانو د وېش مخه نيسي، ستونزه يې يوازې د افغان کليمې له ليکلو او يا نه لېکلو سره نه ده، بلکې هغه غېرې قانوني او نامشروع کارونه چې دوی يې اوس د بريښنايي پېژند پاڼو په نشتون کې تر سره کوي، د بريښنايي پېژند پاڼو په شتون کې يې بيا نه شي تر سره کولی.
د افغان کليمې سره له حساسيت پرته د دوی بله لويه اندېښنه دا هم ده، چې د بريښنايي پېژند پاڼو په ويش سره به، د دوی د قوم ريښتنې سلنه مالومه شي او هغه ادعا چې دوی يې د خپل قوم په اړه کوي په حقيقت کې به ثابته شي.
د افغان د کليمې ترڅنګ دوی بله ويره دا ده، چې د بريښنايي پېژند پاڼو په ويش سره به، په اقليت او لږکيو کې شمېر شي، خو په حقيقت کې يې دغه ويره او اندېښنه بې ځايه ده. دا سمه ده، چې د بريښنايي پېژندپاڼو په ويش سره به په افغانستان کې د مېشتو ورونو قومونو فيصدي، اقليت او اکثريت په ګوته شي، خو دا په دې مانا نه ده، چې که چېرې په افغانستان کې يو قوم اقليت او بل اکثريت شي، نو اکثريت به د اقليت په حقوقو تيری وکړي او يا به هم په ټېټه ورته وکتل شي.
د بريښنايي پېژند پاڼو له ويش وړاندې په نورو سر شمېرنو او احصايو کې هم دا مالومه وه، چې په افغانستان کې د مېشتو قومونو فيصدي څومره ده. خو بيا هم ټولو قومونو د ورورۍ په فضاء ژوند کړی او په اتحاد سره يې د هېواد په بده او ښه ورځ کې برخه اخېستي ده.
د بريښنايي پېژند پاڼو د ويش پر وړاندې چې څوګ خنډ جوړه وي د ګوتو په شمېر خلک دی، نور په لويه کې پښتون، تاجک، هزاره او ازبک له کالونو - کالونو افغانان دي او په دې وياړي چې افغانان پاتې شي. په لوی شمېر غېرې پښتانه په هېواد کې شته چې دوی په وياړ ځان ته افغان وايي او هېڅکله هم د افغان کليمه په يو ځانګړې قوم پورې تړلې نه بولي. همدا ډول پښتانه هېڅکله هم نه وايي، چې افغان يوازې د پښتون لپاره کارونکې کليمه ده، بلکې دوی په دې ټېنګار کوي، چې هر هغه څوګ چې په افغانستان کې ژوند کوي، دې همدې خاورې بچيان او افغانان دي.
حکومت ويره لري او په لوی لاس د افغان کليمه لا پسې پيچلې او د بحثونو وړ کرځوي، که حکومت يو ځل د افغان کليمې په لېکلو سره د بريښنايي پېژند پاڼو لړۍ پيل کړي، نو په غوڅ اکثريت سره به يې افغانان واخلي.
د بريښنايي پېژند پاڼو په ويش سره حکومت کولی شي، چې له لاندې لارو ګټه واخلي او په کم وخت کې هر افغان په قانوني ډول په دې اړ کړي، چې بريښنايي پېژند پاڼه واخلي:
- حکومتي مامورين چې له وړاندې په حکومت کې دندې لري بايد اړ شي، چې د معاش د اخېستلو، د ترفيع په کولو، تقاعد ته په تلو او په نورو حکومتي چارو کې بريښنايي پېژند پاڼه له ځان سره ولري.
- د خصوصي سکټور کارکونکي، چې په اوس وخت تر ډېره د حکومت له کنټرول څخه بهر دي، اړ دې شي، چې خرڅ او عوايد يې، د کارکونکو معاشونه او نورې چارې يې په بريښنايي پېژند پاڼو پورې وتړل شي.
- هغه ماشومان چې په ښوونځيو کې نوي شامليږي، بايد په خپله زده کوونکی او د زده کوونکي پلار او مور بريښنايي پېژند پاڼه ولري او له هغې وروسته دې، په دولتي او يا هم خصوصي ښوونځيو کې د شامېلدو اجازه ورکړل شي.
- په ښارونو او کليو کې دې هټۍ وال مجبور کړی شي، ترڅو د کار جواز له ځان سره ولري او د کار جواز دې له بريښنايي پېژند پاڼو سره وتړل شي.
- له يو ولايت څخه بل ولايت په تګ او سفر کولو کې دي، په جدي ډول سره بريښنايي پېژند پاڼه وکتل شي.
- کله چې واده تر سره کيږي، نو نکاح پاڼه (نکاح خط) دې په رسمي ډول په محکمه کې ثبت شي او د نکاح پاڼې د اخېستلو په موخه ښځه او خاوند بايد بريښنايي پېژند پاڼه ولري.
- لنډه دا چې، ټول دولتي او خصوصي خدمتونه دې له بريښنايي پېژند پاڼو سره وتړل شي او يو ځانګړې وخت دې ورته وټاکل شي، چې له هغې وروسته به په ټولو دولتي او خصوصي ادارو کې اوسنۍ کاغذي پېژند پاڼې د منلو وړ نه وي. نو په دې سره خلک کولی شي، چې د خپل ځان د ستونزو د اسانتيا او د چارو د پرمخ وړنې په موخه په کم وخت کې بريښنايي پېژند پاڼې واخلي.
کله چې حکومت په داسې ډول سره د بريښنايي پېژند پاڼو د ويش لړۍ پيل کړي، نو د ګوتو په شمېر کسان به اړ وي، چې يا بريښنايي پېژند پاڼه واخلي او يا هم هېواد پريږدي.
د هېواد د اساسي قانون مطابق، د افغان کليمه په هر هغه چا اطلاق کيږي، چې په افغانستان کې ژوند کوي او د افغانستان اتباع وي. که پښتون د افغان کليمه يوازې په ځان پورې تړلې بولي ستر تېروتنه کوي او که نور ورونه قومونه د افغان کليمه په پښتنو پورې تړي نو تاريخي تېروتنه تر سره کوي.
د برښنايي پېژند پاڼو په ويش سره د هېواد ډېری ستونزې حل کيدای شي او په مخنيوي، ځنډ او خنډ يې هېواد د لا نور بدبختيو په لور رهي کېدای شي.
د يو واحد او بسيا افغانستان په هيله!