امريکا د درېيو پاکستاني طالبانو پر سر ۱۱ مېلېونه ډالر ورکوي

روهي (جمعه/۱۸ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې درېيو پاکستانيو طالبانو چې له په افغانستان کې له افغان طالبانو سره اړيکې لري، ۱۱ مېلېونه امريکايي ډالر انعام ورکوي.

په خبر پاڼه کې د پاکستانې طالبانو د يو مشر مولانا فضل الله پر سر پنځه مېلېونه امريکايي ډالر انعام او د عبدالوالي او منګل باغ پر سر درې - درې مېلېونه امريکايي ډالر جايزه ټاکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې مولانا فضل الله د نورو بريدونو ترڅنګ د نوبل جايزې په کټونکې پښتنې پيغلې ملالې يوسفزی په بريد کې هم تورن بلل شوی.

ويلي شوي، چې که د پورته درېيو کسانو په اړه امريکايي ځواکونو ته چا مالومات ورکړل او يا يې هم دوی ورته تسليم کړل، نو دغه ډالري جايزه به تر لاسه کړي.

په دې ورستيو کې د امريکا او پاکستان په اړيکو کې کړکېچ زيات شوی دی، چې امريکا هم د پاکستان په حکومت او همدا ډول په پاکستان کې په وسله والو ډلو فشارونه زيات کړي دي.