غزل
په کوم لورپه کومه لاره چېرې لاړه
هغه ښکلې له دې ښاره چېرې لاړه
دتبجن زړه په زخموکې يې لاهو کړم
له نغمه نغمه دياره چېرې لاړه
دجانان دکلي باده راته وايه
سره جنډه مې له مزاره چېرې لاړه
هغه څړيکه چې مې ژوندپرې ښايسته وو
نن زماله سره پرهارچېرې لاړه
چې وه ځل ځه دنفرت ښامارچيچلې
دخوږې مينې لپاره چېرې لاړه
پسې ګرځه رحماني اوس ستړى ستړى
ستاله ډېره انتظاره چېرې لاړه
غزل
چې دګل په څېرشي مړې دجانان سترګې
خدايه ته کړې پښتنې دجانان سترګې
نن په لاره باندې ډېرخمارخماروم
نن مې ډېرې يادېدې دجانان سترګې
ورکه کړې مې ده لارپه توروشپوکې
راسره غبرګې ډېوې دجانان سترګې
سپلنى غوندې به مالمبه لمبه کړې
دوې سکروټې راپسې دجانان سترګې
شيخ په څنګ کې دجومات راته نصحت کړ
زماخيال کې ګرځېدې دجانان سترګې
دغه سترګې چې جانان مې پرې ليدلى
له دې هم ماته نږدې دجانان سترګې
په بڼوکې يې ژوندون درحماني دى
په مرګي مه شه اودې دجانان سترګې
غزل
مسته ترانه يم زمزمه مې کړه
وايه مې شپېلۍ کې اوټپه مې کړه
سيورى مې که رسي ترګودرپورې
ستادجومات هسکه مناره مې کړه
څاڅي مې له چاودوتکې سرې وينې
ستړى مساپريمه مېلمه مې کړه
راغلمه ترشمعې زماازل پوره
ومې سېزه ، بله شه ، لمبه مې کړه
ځمه بې پښې يبله داغزوپه سر
ته يوځلې راشه درسره مې کړه
ماباند ې راغلى دځوانۍ سپرلى
تږى يم ، اوبه راکړه ، تازه مې کړه
دانيمګړى ژوندمې ستړى ستړى دى
وخته يوه بې روحه تلوسه مې کړه
داپه دارکې ځوړنواوپه وينوسور
هاغه رحماني يم بدرګه مې کړه
وروستي