یاد

زه ستا په لیدو پسې ټوله ورځ ستړی ـ ستړی ګرځم. کله له ځان سره وژاړم. ووایم، چې اخر زه ولې داسې شوم؟
 
 زما سترګې له اوښکو را ډکې شي. بیا ـ بیا ځان غلط کړم. وایم، چې ښايي تېروتی به وم!
 
ډيره موده وشوه. نور ستا د سترګو هغه رنګ مې هم غلط کړی. ما ته په زړه کې بیا ـ بیا راځې، خو بله چاره نه لرم. ستا یاد په اوښکو ـ اوښکو یادوم. تل دې په سترګو کې اړوم راړوم مګر تا هېڅ ماته حقیقي ځان ونه ښود. خیر ته ماته دا ځل وګوره؛ زه اوس هغه څوک نه یم، چې تا به ښه نه لیدم. اوس مې خواږه تر خوږو زیات دي. اوس تل تا احساسوم.
 
اې! ته به پوهېږې، کنه؟ دا مې اووم ـ اتم لیک دی، چې درته لیکم یې. دا هم ومنه، چې زه په اسانۍ چاته څه نه لیکم!؟
 
له هغې ورځې وروسته هغه اوله ورځ، چې زه مرور شوی وم. یوازې هماغه ورځ  قصدي خپه نه وم.
 
باور وکړه! له هغې وروسته هره ورځ ستا په بېلتانه او خفګان کې زوریږم.
 
هره شېبه دا فکر کوم، چې اوس به ستا غږ اورم او اوس به ته ماته د هماغه پخوا په څېر را وګورې مګر کله چې ته مې تر خیاله یوازې ځې راځې نو بیا ـ بیا مې هیلې ماتې شې او ورو شا په تخته وغورځم. رنګ مې والوځي.