افغانستان بدلون کړی

افغانستان له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د سيمې او نړۍ د زبر قدرتونو تر منځ د سيالۍ ډګر پاتې شوی او هر چا تر خپلې اندازې کنډواله کړی. تېرو شپاړسو کلونو په اوږدو کې ځيني پرمختګونه وشول، خو جګړه کراره نه شوه او د ترهګرو ډلو شمېر ورځ په ورځ زياتيږي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ اوسني حکومت تېرو دريو کلونو کې زياتې اقتصادي لاسته راوړنې لري او د نړيوالې ټولنې باور يې نور هم پوخ کړ.هغه چپاولګر چې کلونه يې په زوره پر چوکيو خېټه اچولې وه او د فساد سرچينې وې، له مخې لرې کړې.په لومړي ځل له لسو زیات جنرالان زندان ته واچول شول او دغه راز د ډېر شمېر زور واکو توره شتمنۍ کنګل شوه.

بله لويه خبره دا وه چې د افغان حکومت د ځيرکې بهرنۍ ډيپلوماسۍ له برکته پاکستان اقتصادي ضربه وليده او موږ يې له محتاجۍ خلاص شو او په بدل کې مو اړيکې تر بل هر وخت د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره نږدې شوې. له دې ټولو سره سره اوس هم له ډېرې ناولې جګړې سره مخ يوو، چې هره ورځ مو سرتيري او ګڼ شمېر هيوادوال په بریدونو او وسلوالو نښتو کې د دښمن په لاس شهيدانيږي. دې کار ولسمشر هم مصروفه کړی، خو بیا هم د ښو ملي پالیسو له مخې کارونه ځنډنی نه شول او په مهمو پروژو کارونه پیل شول، یوه بېلګه یې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګډې اقتصادي پروژې( ټاپي) پیل و چې له نږدې دوو لسیزو وروسته د دې مهمې پروژې عملي کارونه پیل شول.

د ټاپي په څېر ملي پروژې هم د ملي یووالي حکومت په دوره کې پیل او چارې یې د عملي کېدو په درشل کې دي. افغانستان په تېرو څو لسیزو کې اوس د سیمې او نړۍ هیوادونو سره بهرني سیاست کې اړیکې تعریف کړي او بیلانس یې ساتلی، چې وړاندې داسې کومه پالیسۍ نه وه موجوده چې په دومره پراخه کچه دې هیوادونه افغانستان سره د همکاریو دلچسپي ولري.

که څه هم په هغو هیوادونو کې چې جګړه روانه وي، اقتصادي پرمختګونه په کې خورا کم وي، خو افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې له سختې جګړې سره سره ځیني اقتصادي پرمختګونه هم وشول چې په تېرو څو لسیزو کې بې مخیني وو. د ملي یووالي حکومت یوه لویه لاسته راوړنه دا هم وه، چې په پاکستان ډېره اقتصادي تکیه راکمه شوه او افغانستان ته یې بدیل پیدا شو. افغانستان د نویو اړیکو په اساس ډېره اقتصادي تکیه د منځنۍ اسیا په هیوادونو شوه چې دغو هیوادونو ډېره اقتصادي مرستې هم وکړې، وړاندې به پاکستان ډېرۍ وخت په افغانستان د ځینو سوداګریزو توکو صادرات درول چې د فشار د الې په توګه ترې کار واخلي، خو اوس یې دا هیله پرې شوې ده. افغان حکومت بل مهم دا کار وکړ چې سیمه کې یې د سولې او ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د اجماع د جوړېدو لپاره جدې هڅې وکړې چې تر ډېره بریالی هم و، هغه هیوادونه چې په طالبانو نفوذ لري او له دغې ډلې سره زیات مالي مرسته کوونکي هیوادونه هم بلل کیږي، له افغانستان سره هوکړې ته ورسېدل چې افراطیت او ترهګري ګډ خطر دی او له افغانانو سره به همکارۍ کوي.

سعودي عربستان چې د اسلامي نړۍ مرکز یادیږي او د تاریخ په اوږدو کې یې په طالبانو نفوذ لرلی، دا ځل یې ټینګ تعهد کړی چې دا ډله ترهګره ده او له افغانستان سره به د ترهګرۍ ضد جګړې او سولې برخه کې مرستې زیاتې او دوامداره کړي. اوس دا په ډاګه او په اثبات ورسېدله، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه کورنۍ نه ده، سیمه ئیز او نړیوال اړخونه لري، او د دغې جګړې اور سیمې او نړۍ ته غځیدونکی دی. افغان حکومت سیمې او نړۍ ته قناعت ورکړی چې د ترهګرۍ دا ستونزه نړیواله ده او که ورسره همکاري ونه کړي، دوی ته هم سرخوږی جوړولی شي. که څه هم جګړه نه ده کراره شوې، خو اوس تر بل هر وخت په ترهګرو ډلو او په ملاتړ کوونکو یې فشارونه سخت شوي، د افغان حکومت له پالیسو او وروستیو پرمختګونو ولس هم راضي دی او زیاتو افغانانو له حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني څخه پراخ ملاتړ اعلان کړی. اوس د ولسمشر غني په مشرۍ ملي یووالي حکومت ته په کار ده چې د اصلاحاتو په موخه کارونه او هڅې دوامداره وساتي، ځکه اکثریت افغانان یې ملاتړي دي.