په پاکستان فشارونه تصادفي دي؟

د پاکستان له تاسیس راوروسته دغه هیواد په سیمه او افغانستان کې د لاسوهنې او تاوتریخوالي سیاست غوره کړ، ځکه د همدې لپاره انګریزانو جوړ کړ. د پاکستان حکومت چې واک یې له پنجاب سره دی، د افغانستان او پښتنو په وړاندې داسې پروګرامونه پیل کړل چې مخکې تګ ونه کړي او کمزوري وساتل شي.

افغانستان کې له تېرو څو لسېزو راهیسې پاکستان خپل هیواد کې د ترهګرو لپاره خوندي ځایونه جوړوي، روزي یې او بیا یې د افغانانو د وژلو لپاره رالیږي. پنجاب د اسلام او جهاد تر نامه لاندې تش په نوم بیلابیلې جهادلي ډلې وروزلي چې افغانستان کې جګړه وکړي او په افغانانو استشهادي حملې وکړې، خو اصل کې دا ډلې د دې لپاره روزل شوې وې چې کابل په غمیزه کې وساتي او تاوتریخوالي روان وي، ځکه پنجاب ډار لري، که افغانستان باثباته شي او جګړه پای ته ورسیږي، پاکستان جعلي هیواد به ښه ورځ ونه لري او واک به یې ړنګ شي. له تېرو شپاړسو کلونو راپدیخوا ویل کېدل چې پاکستان افغانستان کې نا اعلان شوې جګړه روانه کړې، ترهګرو ډلو ته یې د جګړې بستر برابر کړی، خو له اوسني حکومت وړاندې یې دغو خبرو کومه نتیجه ورنه کړه او پنجاب سرې سترګې دوه مخې پالیسي مخته وړله، ځکه ډار یې نه درلود.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته تر شلو زیات سفرونه وکړل، په ځلونو یې ښکاره ویل چې پاکستان ستونزه جوړه کړې، وسلوالې ډلې حمایه کوي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره راستوي، خو په اصل کې داسې څه نه وو موجود چې نړیواله ټولنه قانع کړې او پر پاکستان عملاً فشارونه راوړي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس په سر شي.

کله چې د حامد کرزي دوره پای ته ورسېده او ولسمشر محمد اشرف غني واک ته ورسېد، د پاکستان خلاف یې بهرنی سیاست توند کړ، ځکه وړاندې نرمۍ پاکستان لا ډاډه کړی و او دا هیواد یې له خپلې دوه مخې تګلارې نه و راګرځولی.

ولسمشر محمد اشرف غني لومړی دا کار وکړ چې سیمه کې یې د هیوادونو سره اقتصادي ګټې مشترکې کړې، د پاکستان پر ځای ېې اړیکې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره نږدې کړې چې ورسره سم په پاکستان اقتصادي تکیه خورا راکمه شوه. وړاندې به کله چې به پاکستان فشار واردیده، افغانستان به یې په لارو ننګوه چې سوداګریز اموال پرې بندوي، خو اوس د پنجاب دا هیله هم پرې شوې. کله چې افغان او پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې سره نږدې تورخم کې جګړه وکړه، د تورخم لاره یې د فشار په ډول وتړله چې له څو اونیو تېریدو وروسته بیا یې هم په افغانستان تاثیر ونه کړ، ځکه حکومت د پاکستان بدیل پیدا کړی و.

افغان حکومت بل مهم کار دا وکړ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې کره اسناد ورکړل چې افغانستان کې ډیرۍ ترهګریز بریدونه پاکستان کې پلانیږي او د دغه هیواد استخباراتي شبکه د وسلوالو کلکه ننګه کوي چې وتوانیږي دلته بریدونه وکړي. د افغان حکومت کره اسنادو سیمه او نړۍ پوه کړه چې ستونزه پاکستان جوړه کړې، ترهګرو ته د جګړې بستر همدوی جوړ برابر کړی او تاوتریخوالي ته لمن وهي، امریکا متحده ایالات هم پوی شول چې پاکستان له دوی سره ټګي کوي او نظامي مرستې د ترهګرو ډلو د ځپلو پر ځای د دوی په پیاوړتیا مصرفوي چې خپل ځان پرې وساتي. غوره بیلګه یې دا وه چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په پیل سره ټویټ کې ولیکل چې موږ تېرو ۱۵ کلونو کې په بې عقلۍ سره پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره ورکړل چې بېرته یې دا کومکونه زموږ پر وړاندې وکارول او موږ باید نور احتیاط وکړو. امریکا اوس د سویلي اسیا لپاره د نوې سټراټيژۍ له مخې ډېره تکیه د پاکستان پر ځای په هند کوي او باور لري چې هند ورسره رښتیني مرسته کولی شي، هغه څه چې پاکستان یې نور هم وارخطا او اندېښمن کړی. په ورته وخت کې امریکا له پاکستان سره اړیکې او مرستې محدودې کړي، چې ۳۰۰ میلیونه کلنۍ مرسته یې هم پرې بنده کړه، سوداګري یې له افغانستان او سیمې سره راکمه شوه، د پخو او باوري ملګرو اړیکې ورسره خړې پړې شوې، تازه مورد کې یې د تورو پیسو او همدا رنګه له ترهګرو د مالي ملاتړو د څېړنې او څارنې یوه نړیوال سازمان پرېکړه وکړه چې پاکستان خپل خړ لېست ته راوګرځوي.

په دغه لېست کې هغه هېوادونه شاملېږي، چې پیسې یې د ترهګرۍ په ملاتړ کې لګول کېږي او یا هم په پیسو مینځلو کې ښکېل وي. په دې لېست کې له شاملېدو وورسته به د پاکستان پر مالي چارو سخته څارنه کېږي، دغه لېست کې د شاملیدو لپاره چین، ترکیي او عربي هیوادونو چې دپاکستان ملاتړي بلل کیږي هم مثبته رایه وکاروله.

په پاکستان د سیمې او نړۍ دا فشارونه هوایي خبره نه ده او نه دا هر څه تصادفي دي، بلکې د افغان حکومت چې ولسمشر محمد اشرف غني یې په راز کې دی، ځیرکې بهرنۍ ډیپلوماسۍ او توند سیاست پاکستان له دې حالت سره مخ کړ. اوس کار په دې کیږي چې پاکستان د نړۍ د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو په تور لېست کې شامل شي، خو دا پرېکړه درې میاشتې وځنډول شوه، چې ممکن اسلام اباد د ترهګرۍ له ملاتړه د لاس اخیستو تعهدات کړې وي.