ولادیمیر پوتين د روسيې اوسنی ولسمشر

ولادیمیر پوتين د روسيې اوسنی ولسمشر
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوړکړه او کورنی ژوند:
ولادیمیر پوتين چې مکمل نوم يې ولادیمیر ولادیمیرویچ پوتین دی، د سپییرډونویچ پوتین زوی او د مور نوم يې ماریا ایوانوفنا پوتینه دی. ولادیمیر پوتين په ۱۹۵۲ ز کال د روسيې په سنت پترزبورګ کې زېږدلی دی. نوموړي په ۱۹۸۲ ز کال کې له لیودمیلا پوتینه سره واده وکړ او دوه اولادونه لري.

زده کړې:
پوتين د ښوونځۍ دورې زده کړې يې په سنت پترزبورګ جرمن ښوونځي کې تر سره کړې. نوموړی په ۱۹۷۵ کال کې د سنت پترزبورګ پوهنتون څخه په حقوقو کې لېسانس تر لاسه کړ. پوتين د جودو په ورزش کې تور کمربند لري او په سمبو سپورټ کې د هېواد په کچه ملي ماسټر دی.

دندې:
- د پوهنتون له فارغت وروسته په ۱۹۷۵ ز کال کې پوتين د روسيې له استخباراتو KGB يا د دولت د امنيت له کمېټې سره يوځای شو.

- د پخواني شوري اتحاد له ماتې وروسته پوتين سنت پترزبورګ ته راستون شو او په ۱۹۹۴ ز کال کې د ياد ايالت لومړی مرستيال وټاکل شو.

- په ۱۹۹۶ ز کال کې بېرته مسکو ته ستون شو او د ولسمشر ۍ ماڼۍ د خزانې د مرستيال په توګه وټاکل شو.

- په ۱۹۹۸ ز کال کې پوتين د فدرال امنيتي خدماتو د مشر په توګه وټاکل شو.

- په ۱۹۹۹ ز کال کې پوتين لومړی د لومړي وزير مرستيال او ورپسې په همدې کې کال کې د لومړي ځل لپاره د روسيې د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

- له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د روسيې سرپرست ولسمشر وټاکل شو.

- پوتين په ۲۰۰۰ ز کال د روسيې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شو. د ټاکنو له کټلو وروسته له ۲۰۰۰ ز څخه تر ۲۰۰۴ پورې يې د روسيې د ولسمشر په توګه دنده تر سره کړه.

- پوتين يو ځل بيا په ۲۰۰۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شو. چې د ۷۱ سلنه رايو په اخېستلو سره له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د دويم ځل لپاره د روسيې ولسمشر وټاکلو شو.

- په ۲۰۰۸ ز کال کې د پوتين د ولسمشرۍ دوره پای ته ورسېده. نوموړي د روسيې د اساسي قانون مطابق نه شوی کولی، چې د درېيم ځل لپاره پرته له وقفې ځان نوماند کړي. پوتين دا ځل دیمتری میدودیف چې د نوموړي د خبرې سړی وو، ټاکنو ته رامخ ته کړ. د دیمتری میدودیف له ټاکنې څو ورځې وروسته پوتين د روسيې لومړی وزير وټاکل شو او په سياسي ډول ټول واک - ځواک له پوتين سره پاتې شو، دیمتری میدودیف يوازې د سمبوليک ولسمشر په توګه دنده درلودله.

- په ۲۰۱۲ ز کال کې دیمتری میدودیف د خدمت دوره پای ته ورسېده او د روسيې د اساسي قانون مطابق پوتين وکولی شول، چې د درېيم ځل لپاره ځان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند کړي. پوتين په ۲۰۱۲ کال کې د درېيم ځل لپاره ټاکنې وګټلې او تر نن پورې د روسيې ولسمشر دی.

پوتين پخوانی مات شوی شوري اتحاد د يوې نوې روسيې په ډول را ژوندی کړ او يو ځل بيا يې په نړۍ کې د روسيې واک او اغېز خپور کړ. پوتين له لومړۍ ولسمشرۍ دورې څخه د امريکا د ولسمشر جورج بوش سره، د روسيې او امريکا په ګټو ټکرونه درلودل. کله چې د بوش اداره پای ته ورسېده او بارک اوباما د دوو ځلو لپاره په پرله پسې ډول د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر وټاکل شو، نو د روسيې او امريکا اړېکې ترېنګلې وې او په روسيو لا نور نړيوال بندېزونه هم ولګېدل.

کله چې په ۲۰۱۶ ز کال کې دونالډ ټرمپ د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند شو، نو پوتين او روسيې داسې هيله درلوده، چې واک ته د ټرمپ په رسېدو سره به، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شي او د روسيې ملي ګټې به تر ډېره خوندي شي.

په همدې موخه روسيه د امريکا په ټاکنو کې د ټرمپ په پلوي په لاس وهنو تورنه شوه. خو واک ته د ټرمپ په رسېدو سره د روسيې هيلې په ناهيلۍ بدلې شوې او د روسيې او امريکا ترمنځ د نړيوالې سيالۍ اړيکې همدا ډول ترېنګلې پاتې شوې.

ولادیمیر پوتين تېره ورځ د روسيې ولس ته خپله وينا وکړه او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکو شپږو کالونو کې به د روسي ولس د ژوند د ښه والي په موخه نېږدې ۶۰ مېلېارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي، ترڅو د فقر کچه پنځوس سلنه راټېه کړي.

پوتين د څلورم ځل لپاره د روسيې د ولسمشريزو ټاکنو نوماند دی او تمه ده، چې دا ځل به هم په غوڅ اکثريت سره ټاکنې وګټې او د څلورم ځل لپاره به د روسيې ولسمشر وټاکل شي.

د روسيې ولسمشريزې ټاکنې به ۱۶ ورځې وروسته د مارچ مياشتې په ۱۸ نېټه تر سره کيږي.