دښکلاناول چاپ شو


ځوان ، تکړه  نوښتګر ليکوال او شاعر ښاغلی ګل رحمن رحماني

ښکلادهغه نوي پښتوناول نوم دى چې په دې وروستيوکې له ننګرهاره ګودرخپرندويې ټولنې خپورکړى دى ناول ښکلې اوپه زړه پورې کيسه لري چې داوسنيوحالاتوډېرې ناخوالې په کې انځورشوې دي اويومستندانځوريې ګڼلى شو .
ناول په سلومخونوکې ددوه زره ټوکوپه شمېره په ښکلې قطحه اوصحافت خپورشوى چې تردې دمه دګڼومينه والودستاينې وړګرځېدلى دناول پيل دکابل په قمبرڅلورلارې کې له يوه جوماته پيلېږي اوبياپه کې له کلي دجداشوي کليوال ځوان ژوندپه ښارکې انځورشوى چې له رواني اړخه يې څېړنه شوې ده .له نيمايي وروسته بياپه کې ديوې هلمندۍ محصلې ژوندراځي چې په هلمندکې اوسي زده کړې کوي وروسته بيادحالاتوله تريخوالي پېښورته مهاجرت کوي . هلته دادبياتوپه برخه کې لوړې زده کړې کوي اوبيايې له يوه هلمندي ځوان محصل سره دميني تارټينګېږي .واده سره کوي بېرته هلمندته راځي په هلمندکې ښه ژوندکوي خودبدمرغيوشپې ورځي يې پيلېږي اوخپل خاوندله لاسه ورکوي له بدمرغيوسره لاس اوګرېوان کېږي دوژوندساحه ورباندې تنګه شي اوکابل ته دکډوالوپه يوه کاروان کې ځي هلته هېڅوک هم نه لري سوال کوي اوددغه کليوا ل سلطان سره يې ليدنه کېږي . دبې وزلۍ نه ډکه مينه يې پيداکيږي اوبياسره واده کوي
لوستونکي کولى شي چې دغه ناول دګودرکتابتون له ټولو څانګو اوکتابتونونوڅخه ترلاسه کړي . .

د روهي ويب پاڼې اداره هم خپل ګران او د قدر وړ همکار ښاغلي ګل رحمن رحماني ته ، د دې ښکلي ناول د چاپيدو له امله مبارکي وايي او هيله ده ، چې تل يې د نويو برياوو رپوټونه راورسيږي .