
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پرانیستې مراسمو کې له ګډون وروسته درې شپې او څلور ورځې په هرات کې پاتې شو.
دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دغسې جنګي او ناامنه شرایطو کې ولسمشر څو شپې او ورځې مسلسل له پلازمېنې څخه لیرې په یو ولایت کې پاتې کېږي. هلته د ولسمشر پاتې کېدو د افغانستان ملت، وسله والو مخالفینو او نړیوالو ته پیغامونه لرل.
ملت ته یې پیغام دادی چې ولسمشر غني د خپلو خلکو د هوساینې او د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ستونزو د حل په موخه د دوی منځ ته ورځي او له هغوی سره د دوی د ستونزو په اړه له نږدې بحث او خبرې کوي.
وسله والو مخالفینو ته په هرات کې د ولسمشر غني د پاتې کېدو پیغام دا وو چې د دوی ترهګریز بریدونه، ناامني او د وحشت فضا ایجاد د ولس او ولسمشر تر منځ واټن نشي رامنځته کولی او نه هم دوی یو له بل څخه جلا کولی شي، ځکه ولس تل د حکومت او نظام د پیاوړتیا او همدارنګه ولسمشر د ولس او خپلو خلکو د هوساینې په فکر کې دی او د دوی لپاره د امن، خوندي او سوکاله ژوند لپاره هلې ځلې کوي، چې همدغه ټاپي پروژه یې ښه پیل دی.
نړیوالو ته یې پیغام دادی چې افغانستان د پرمختګ لورته ځان نږدې کوي او افغان ولسمشر د سیمه ییزې همکارۍ د رامنځته کولو په موخه خپلو خلکو ته د هوسا ژوند برابرولو هڅه کوي او حکومت په تېرو درې کالو کې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ ګامونه اخیستي او حکومت او ولس سره نږدې شوی دی.
ولسمشر غني په هرات کې په څلور ورځو کې د هرات ولایت، هلمند، کندهار او فراه ولایتونو له مشرانو او، متنفذینو، ځوانانو، ښځو، ورزشکارانو، د ناحیو وکیلانو، د ولایتي شورا وکیلانو، علماو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره چې د ټاپي پروژې د تېرېدو په مسیر کې پراته دي له نږدې وکتل او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د هرات، کندهار، هلمند او فراه ولایتونو اوسېدونکو له ولسمشر سره په کتنو کې د ټاپي پروژې په اړه خپل د خوښۍ احساسات له جمهور رئیس سره شریک کړل او هغه ته یې په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه د ختیځ زون ولسونو او ځوانانو د حکومت هلې ځلې وستایلې او د جمهور رئیس له ټولو اقتصادي او انکشافي برنامو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. هرات ته د خپل سفر په څلورمه ورځ جمهور رئیس غني ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ورغی او هلته یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو څخه د ټاپي پروژې لپاره د ښو امنیتي تدابیرو له امله مننه وکړه، د هغوی سرښندنې او مبارزې یې وستایلې او هغوی ته یې د لا ډېر تمویل، تجهیز او پیاوړتیا ډاډ ورکړ.
سره له دې چې په هرات کې د ولسمشر غني د پاتې کېدو پرمهال د ښار لارې او ځینې برخې تړلې وې او هلته د ورتګ اجازه نه وه، مګر د دې باوجود خلکو د خوښۍ احساس، جشنونه او اتڼونه کول او د ټاپي پروژې پرانیسته یې د خوښۍ د جشن په توګه نمانځله. هراتیان په دې خوښ وو چې هېواد یې او په ځانګړي ډول هرات د اسیا د دروازې او څلور لارې په توګه بېرته خپل پخواني موقعیت ته ور ستنېږي او له امله به یې د دوی په ژوند کې پام وړ بدلون راشي.