عــــــمر مې تېر شو په همدغـــــــه انتظار کې خدايه
چــــې سړيتوب به پيداکېږي کلـــــــــــه يار کې خدايه
افغان ماشوم چې شي زلمـــى يايې ځانمرګى واخلي
يا ورته ماين خښ شوى وي د ښونځي لار کې خدايه
مــــــونږه پــــــــه شپه کـــــــې د چا کاڼو ته کتلي نه دي
زمونږ کانونه خلکو لوټ کړل سپين سهار کې خدايه
ددوى قاتل ته خـــــــو هېچا هـــــــــم ترهګــــــر ونه ويل
دا پښتانه چــــــــې نن سبا مري په بمــــــبار کې خدايه
مزدور خاوند ترېنه ځانمرګي زوى بمـــــبار واخيستو
کونډه وړو بچـــــــــو ته خـــير غواړي بازار کې خدايه
چې پلار يې ووايي ( يرغله ) لور مې ستا په نوم شوه
څـــــه به دې کم شي په دا بې حــــــده دربار کې خدايه
انورالحق يرغل
ننګرهار
وروستي