انورالحق ( يرغل ) ننګرهار
وۍ کړ اقرار راته راغاړې وتو
ملګرو! يار راته راغاړې وتو
يو ځل دې غېږه کې ښه ټينګ نيسمه
خير که بيا دار راته راغاړې وتو
يره بل غټ کم عقل نشته ترېنه
په لويه لار راته راغاړې وتو
ته هسې وايې چې يې نه خوښېږې
نن خو دې پلار راته راغاړې وتو
رقيب چې روغه کې راغاړې وتو
ما وې که مار راته راغاړې وتو
بچو! د خداى لپاره ويې شړئ
بچو! کفار راته راغاړې وتو
يو خوا ځانمرګو کړمه خاورې ايرې
بل خوا بمبار راته راغاړې وتو
نن ورځ مې ټوله جنتي ده ځکه
هغه سهار راته راغاړې وتو
غلى و غلى و يو دم يې ووې
شم درنه ځار راته راغاړې وتو
ماسره توره وه هغه تش لاس و
دښمن له ډار راته راغاړې وتو
غزل
انورالحق يرغل – ننګرهار
چې راياد شې خوږه ياره زړه مې ستړى ستړى کېږي
په ژړا شمه د واره زړه مې ستړى ستړى کېږي
ستا ښايسته تصوير را واخلم ورته ګورمه ژړېږم
ټوله شپه ان تر سهاره زړه مې ستړى ستړى کېږي
زه او خداى که به دې هېر کړم تر قيامته دا احسان زه
که پخلا دې کړه ريباره زړه مې ستړى ستړى کېږي
ولې نشته څوک ګودر کې ولې مات منګي پراته دي؟
زر ځواب راکه چيناره زړه مې ستړى ستړى کېږي
بس دى زه افغانستان مو ډېر وران کړى يم ظالمو
نور مې پرېدئ په کراره زړه مې ستړى ستړى کېږي
زه (( يرغل )) چې څو ژوندى يم دا دعا به درته کړمه
ښکلى اوسې ننګرهاره زړه مې ستړى ستړى کېږي
وروستي