غزل


مړې! ښه ډېر دې دي پېريان سترګو کې
څـــــه لـــــري پوهــــــه ملايان سترګو کې
خــــــير کـــــه په خــــوله راته کنځلې کوي
ماته جــــــانان وايـــــي جانـان سترګو کې
نـــــور مې د خولې په خندا ټول شي غلط
خــــو مـور مې وويني خفګان سترګو کې
نه د ســـــاده وو خلـــــکو کـــــــار نه دى دا
ســــــره پوهــــــيږي هوښياران سترګو کې
ځکـــــــه يــــــې خـــــــوله کې کنځا ودرېده
پوه شوه چې ومې وې قربان سترګو کې
( يرغلــــــه ) هلـــــــــه به خـــولګۍ درکړمه
که دې د جــــنګ يو وړ ميدان سترګو کې