که اشرف غني امان الله خان دی، د سقاو دويم نسل هم ژوندی دی

که اشرف غني امان الله خان دی، د سقاو دويم نسل هم ژوندی دی
ميرويس ويال
لکه چې انګرېزانو په افغانستان کې د مستعقيم يرغل او اشغال په ترڅ کې ماتې وخوړه، نو له هغې وخت څخه پيل؛ بيا تر نن ورځې پورې يې په افغانستان کې يو بل ډول لوبه پيل کړې ده. د بهرنيو هېوادونو دغه نوي لوبه، د افغانانو ترمنځ په مختلفو نومونو نفاق اچول دي او بيا پرې واک او ځواک چلول دي.

کله چې غازي امير امان الله خان افغانستان يو واحد او خپلواک هېواد اعلان کړ او د خپلواکۍ وروسته دويم پړاو، يانې د هېواد پرمختيا، پرمختګ، مډرن کېدنې او نورو په فکر کې شو، نو انګرېزانو د دين، مذهب او اسلام له نوم څخه په ناوړه ګټې اخېستنې سره، په هېواد کې یو شمېر بې پوهې او جاهله کسان د نوموړي پر وړاندې په دې نوم را پورته کړل، چې ګواکي امان الله خان کافر شوی دی، ښوونځۍ جوړه وي، سړکونه پخوي ، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکوي، له بهرنيو هېوادونو سره اړيکې ساتي او نور.

د انګرېزانو پورته تورونو او خبرو په ناپوهه افغانانو اغېز وکړ، يو نوی ازاد شوی او متحد ولس يې د بريالي پاچا پر وړاندې را پورته کړ. پاچا ته يې د پرمختګ په هره برخه کې سرخوږي جوړول او بالاخېره، پاچا يې اړ کړ، چې هېواد دوی ته پرېږدي. او ازاد افغانستان يو ځل بيا په غېرې مستعقيم ډول د بريتانيا مستعماره کړي.

له هغې يو څو لسيزې وروسته، په افغانستان کې د غوايي کودتا رامنځ ته شوه، دا منم، چې د وخت د ولسمشر سردار محمد داود خان پر وړاندې د غوايي د اوومې خونړۍ او د شوروي په ملاتړ کودتا لويه غمېزه او تېروتنه وه، چې پايلې يې تر نن ورځې پورې هم افغانان ګوري. خو د غوايي له ګودتا يې، ور بدتره پېښه د تنظيمونو جوړول او د تنظميونو په وسيله تر نن ورځې پورې د افغانانو وژل او د هېواد ورانول دي.

د پخوانيو تنظيمونو مشرانو د شوري په شتون کې هم جګړه کوله، د شوري له وتلو وروسته يې هم سولې ته غاړه نه کېښودله او په کابل کې يوازې د دوی په خپل شتون کې هم سره جوړ نه شول او اوس هم د حکومت او ملت لپاره د خپلو بادارانو په اشاره او لارښوونه د پرمختک خنډ او د لوی افغانستان په زورېدلې ملت د خپلو او بهرنيانو د ګټو په پار، ډول ډول پروژې په مختلفو نومونو عملي کوي.

همدغه تنظيمي مشران وو، چې غېرې مسلمان ته يې په لاس ورکولو، د مسلمان د لاس د غوڅولو فتوا ورکوله، خو نن له امريکايي، روسي، انګريز او نورو سر په يو دسترخوان ډوډۍ خوري او په غېږ سره ستړي مشۍ کوي. د روس شتون يې په افغانستان کې اشغال بللو، نن د نړۍ د ۳۸ بهرنيو هېوادونو سره موافق دي. دوی نه دې روس په فکر کې وو او نه هم اوس د امريکا په فکر کې دي؛ د اسلام په نوم سوداګري ده او د جهاد په نوم د ګټو ساتل. که د شوري په شتون کې د دوی ګټې خوندي وای، نو بيا شوروي هم اشغال ګر قوت نه، بلکې د دوی له لېدلوري به شوروي د افغانستان دوست، ملګری او ملاتړ هېواد وای. دا نن چې د امريکا په شتون کې د دوی ګټې له ګواښ سره مخامخ شي، نو بيا به يې د جهاد او مقاومت چيغې په خپله واورئ.

له دې تنظيمي ډلو او تنظيمي مشرانو پرته چې د حکومت په داخل کې د حکومت څخه چور او غلا کوي، په خپله طالب وسله وال هم، يو وخت د جهادي تنظيمونو برخه وه. له مجاهد نېولي بيا تر طالب پوري، فتوا يې دا وه، چې له کفار سره ناسته - ولاړه مسلمان هم کفار کوي. خو نن هغه طالب چې د روس پر وړاندې د جهاد ادعا کوي او په دې سره د ستر اميتاز غږ پورته کوي، نن د روس په اشاره جګړه کوي، له هغې سور کفار روس سره اړيکې ساتي او له کفار روس څخه لارښونه اخلي ترڅو چېرته، د چا پر وړاندې او څه ډول جګړه وکړي. دا خبر زه نه بلکې هغه شواهد او ثبوتونه کوي، چې په راونه جګړه کې د طالب او روس په اړيکو کې موندل شوي دي.

که طالب د روس او پاکستان په پیسو مست او جګړه کوي، په کور دننه د دوی په اصطلاح د سپيڅلي جهاد مشران يې، د امريکا او بريتانيا په پيسو مست، په شيرپور کې ژوند کوي، په مرمۍ ضد موټر کې له شلو ساتونکو سره تګ - راتګ کوي، په دسترخوان يې ډول - ډول خوراکونه نه ځايږي او نور...

بدبخته افغان ولس يې، له تر نن هم لمن نېولې ده. يو ته جهادي رهبر وايي، بل ته د دين پتنګ وايي، بل ته د ازادۍ سالار وايي، بل ته د اسلام د بنسټ خطاب کوي، خو دغه بېچاره ولس خبر هم نه دی، چې دغه مشر يې؛ دی (اقغان) څو ځلې په کوم ډولونو او په چا - چا خرڅ کړی دی.

په تېرو څلورو لسيزو کې، خو په دې ولس ډول - ډول وسله استعمال شوه، د کډوالو، وژل شوي او ټپيانو شمېر له دوی هم نور ورک دی. خو بيا هم يو ذره عبرت نشته. په قومي او ژبني تعصب کې غرق، د دين او جهاد په نوم خرڅ شوی؛ د خپل لاسپوڅي مشر تر شا ولاړ دی. يوه ورځ يو ډول، او بله ورځ بل ډول د هېواد د ورانولو او تودې جګړې د ساتلو فتوا ورکوي.

په پايله کې به ووايو، چې ۴۰ کاله هر ډول ازموينه راباندې تېره شوه، يو ماشوم په کې وزږېد او نن۴۰ کلن دی. خو مونږ عبرت نه اخلو. په اوس وخت کې د ولسمشر غني په مشرۍ موجوده نظام، د افغانانو يو شمېر زخمونو ته ملهم شوی دی. خو دوه سرخوږي، چې وسله وال مخالفين او بل داخلي سياسي مخالفين دي، د هرې پرمختيايي پروژې او وړاندې تلنې مخنيوی کوي.

وسله والې ډلې له روس پيسې اخلي او بيا مسلمان افغان پرې وژني، روس ورته سپيڅلي او افغان وروته کفار دی.

په حکومت کې شامل سياسي مخالفين په ځانګړې ډول سره د جمعيت ګوند، چې نخرې يې ټولو افغانانو ته څرګندې دي، کټ - مټ هغه تخريبي کړنې کوي، کوم چې د سقاو لومړي نسل کولې. دوی هم دا خبرې را خېستې دي، چې ولسمشر بسم الله سمه نه ده زده، الحمدالله دې ووايي، په اودس کې فرض غلت کړل، قبلې ته ګوږ ودرېد.....

دغه خبرې او تورونه د غازې امان الله خان پر وړاندې د انګريزانو په لارښوونه، د سقاو لومړي نسل هم کول، چې اخېر يې امان الله خان په دې اړ کړ، چې هېواد ورته پرېږدي.
 
اوس که ولسمشر غني د امان الله پاتې ارمانونه عملي کوي، خو داخلي جاسوسان هم د خپل لومړي پلار سقاو په لار روان، او په څرګنده وايي، چې د سقاو دويم نسل ژوندی دی.

که ولسمشر غني او حکومت يې پر وړاندې قانوني، خو جدي کړنې تر سره نه کړي، نو داسې به هېواد ورته پرېږدي لکه څه ډول چې امان الله خان ورته پرېښود.

که ولس يې پر وړاندې ويښ او يو موټی نشي، نو هېواد به هغه ډول وګوری، چې د سقاو په وخت کې يې مشران خبرې کوي او يا به هم په هېواد کې؛ ورور د ورور په لاس د امريکا او روس په لارښوونه او جګړه کې وژل کيږي.

پښتون، تاجک، ازبک، هزاره .... دې؛ کوډ ملا، بچه سقاو، چنګيز او نور ورټي، د واحد افغاستان په لور تګ مو ژوندی ژغوري.
ملت دې چلېنجونه پر وړاندې تيار او ويښ وي!