په خوب کې خرهار کولو اسانه درملنه!

په خوب کې دخرهار کول یوه عمومي ستونزه ده، چې له امله یې دخوب دکموالي او دنورو دمزایمت لامل ګرځي.

نویو څیړنو ثابته کړې چې دخرهار کوونکی کسان په تدریجي شکل دساه بندۍ په ناروغۍ اخته کیږي او دزړه دناروغۍ دژر اخته کیدو امکان یې هم شته.

دا او دې ته ورته ځینې نورې ناروغۍ شته چې دخرهار کولو له امله پیدا کیږي، نو زه دلته تاسو ته یو څو لارې چارې درپه ګوته کوم چې دخرهار په له منځه وړولو کې مثبتې تمیامیږي.

۱- په قاطع توګه دخوب له ګولیو او درملو له خوړلو ځان ساتل: خرهار کونکو کسانو ته پکاره ده چې خوب راوستونکي درمل بیخي ونه خوري ځکه چې په دې چارې سره خوب ډیریږي اوبیا دخرهار سبب ګرځي.

۲- له حده زیات ځان چاغول: په عمومي توګه چاغ کسان د ډنګر یا خوار کسانو په پرتله ډیر خرهار کوي؛نو لازمه ده چې له زیات چاغوالي ځان وساتل شي که دسپورت او یا نورو شونو لارو په وسیله وي.

۳- د ډاکتر په مشوره هغه دواګانې او سپري ګان اخیستل چې سړې وکولای شي په اسانۍ سره ساه واخلي یعنې هغه درمل استفاده کول چې دپزې پيپونه پراخوي او په اسانه توګه ساه اخیستنې ته لار هواروي چې دغه چاره دخرهار په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

۴- دخوب ډول یا طرز بدلول: خرهار کوونکو کسانو ته پکار دي چې دویده کیدو یا خوب کولو په عادت کې مکمل بدلون راولي مثلاً: که په چپه بغل څملي نو په راسته او که ستوني ستاخ څملي نو بیا دې په بله ډډه ویده شي چې په دې کار سره کولای شي له خرهار کولو خلاص شي.

۵- دشپې مهال له شیدو څخه له جوړو شویو شیانو ځان ساتل: خرهار کوونکو کسانو ته لازم دي چې دشپې مهال دشیدو څخه جوړ شویو شیانو له خوړلو پرهیز وکړي ځکه چې دیادو شیانو په خوړلو سره په غاړه کې بلغم پيداکیږي چې دخرهار لامل ګرځي.

۶- له نیشه یې توکو له استعمال څخه کلک پرهیز: دنیشه یې توکو کارول دمرۍ خواوشاوې غټه ووي چې دخرهار لامل ګرځي.

۷-او وروستۍ او اسانه درملنه یې دپزې دسوریو صفا کول: هغه کسان چې یاده ستونزه لري نو لازمه ده چې دشپې له ویده کیدو مخکې خپله پزه په سمه توکه صفا کړي ،تر څو په خوب کې له خرهاري وژغول شي.
ستاسو خور مریم بهار