
د طالبانو د خوځښت د را منځته کیدو په هکله او دا چې څه د دې سبب شوو چې افغانان دیته اړ شول چې د شریفو طالبانو څخه د ګران هیواد افغانستان په ساتلو کې کار واخلي خبري به ډیري تتي وي ، ځکه هغه نومیالي طالبان چې د دې تحریک په رامنخته کیدا کې ښه فعاله ونډه درلوده لکه محترم سلام ضعیف صیب د دې سوالونو ځوابونه پخپلو لیکنو او درانګه په مرکو کې ښه په واضحه توګه وړاندي کړي دي.
د طالبانو رامنځته کیدل د افغانانو د پاره د وخت یو ضرورت ګرځیدلي وه ، داچې څومره په ځای اقدام وه او یا بې ځایه د دې لیکنې په اوږدو کې به پري تفصیلې خبري وکړو.
د روسانو د ماتې او بیا د مجاهدینو د حکومت په رامنتځته کیدا کې چې کومې ستونزي پیښې شوي د هغه په هکله کافې ډیرې لیکنې شوي چې دلته ورته د تکرار ضرورت نشته ، خو داچې يو څو کسه مصلحین د افغانستان له منځه راپورته شول ترڅو د خپل ګران هیواد څخه ساتنه او د افغانانو له بې ځایه ویني تویولو څخه مخنیوي وکړي ، ریښتیا هم چې یو ښه اقدام وه ؟ تر دې ځایه پوري ټولې خبري د سپینو خبرو په چوکاټ کې راځې ، خو دا چې د طالبانو ترشا د انګریز او د انګریز غلام پاکستان څه طرحه وه ، هغه په تیره لیکنه کې ګرانو لوستونکیو ته ښه مفصله وړاندي شوه.
کله چې طالبانو ته د افغانستان جنو بې سیمه لاسته ورغله ، د طالبانو کیسه لاړه ډڼدوره شوه ، کیسه نوره له اصلاح او مصلحینو څخه ورکه شوه، نوره نو کیسه دلته د منطقي د پاره د دانګریزپلان ماسټر پلان چوکاټ ته ولویدله او مصلحین د یوي تاریخي سیاسي دسیسي ښکار شول. داچې وروسته هم ځیني په لمن پاک ملایان په تحریک کې ښکته پورته کیدل هڅي یوه سمبولیکه خبره وه ، ځکه چې نوره نو خبره له مصلحت څخه د جنګ او استعمار په لوري تللي وه . طالبانو د غزنې، خوست او بیاو ورپسي د ننګرهار په سیمه کې خپل زور او قوت پخوانیو زورواکانو ته وروښود، هغوي یې پدي پوه کړل چې اوس نو ستاسو باداران ستاسو ندي ، بلکي یو بل لوبغاړي یې لاس ته ورغلي چې په جامه سپین خو په زړه تک تور دي لکه سکور.
دا هغه وخت وه چې د طالبانو په لیکو کې جنګې افسران او جنګې انډیوالان په خورا ښه توګه ساتل کیدل، له هلکه نیولي تر ملکه ورته هرڅه مخي ته ایښودل شوي وو. رابه شو د کابل سقوط ته ، د کابل سقوط د افغانستان په تاریخ کې د دویم ځل د پاره داسي سقوط وکړ لکه څرنګه چې یو ځل دمخه د سقاو د ځوي په لاس يې سقوط کړي وه ( ځکه د دواړو ترشا د انګریز لاس وه) ، هغه ته ورته ځکه وه چې طالبان پرته لدي چې د کابل ټولي سیمې ترلاس لاندي کړي ، دهر څه د مخه په ارګ ورننوتل، په ارګ کې اوږده اوږده دسترخوانونه اوار کړل او د جناح دلښکرو لکه څرنګه چې يې پخپل ملک کې رواج دي چې د سړک ترغاړي خوراک کوي، ښې ډیري غوښې اودال وخوړل.
بل لوري په ورته وخت کې ، د نجیب پرته له کومې شرعې محکمې او کوم شرعي حکم څخه په غیر انسانې او وحشیانه توګه د اریانا په څلور لارې کې په دار وځړول شو. د نجیب له قتل سره سم د طالبانو وحشت په ټول ملک لکه غومبسې داسې خپور شوو، خلک د ځان او دخپل اولاد د ساتلو په لټه کې شول، ځکه چې هغه د شغال کیسه په خلکو وشوه چې اول یې پري کوي او بیا يې حسابوي ، نو له بدې ورځې خلکو بیرته د ګاونډیو هیوادونو د خواریو اومزدوريو دپاره کډوالې ته مخه کړه، په لکونو کورنې له هیواده بیرته ګاونډیو هیوادونو ته د غلامي او اسارت دژوند د تیرولو دپاره کډه شول.
طالبانو په دې بسیا ونکړه ، ځکه چې طالبان نور طالبان پاتې نشول بلکې اوس نو دوي د هیواد واکمنان شول، چې څه يې خوښه وه هغه يې کول؛ هغه موخې چې د د طالبانو در امنځته کیدا دپاره سبب شوي وي ، هغه موخې نوري د هیچا په ذهن او فکر کې نه وي ، که چا پا ټک درلوده او کنه بس سر يې قلم وه، دعلم خاوندان ذلیل او خوار کیدل، د ځوانانو پرمخ ښوونځې وتړل شول، انجلې له ښوونځیو څخه وکرځول شوي، دفاترو مخې وتړل شوی، خللک په ډلو ډلو د سره صلیب دسترخوان چې د غرب د کلیساو په روپیو چلیږي ودریدل ، خو بل لورته تش پنامه طالبانو د افغانستان د شمال د نیولو په موخه دخپل تورلینګیو افسرانو په مشوري نوي جنګې پلانونو جوړکړل، د پلان له مخې په شمال کې کورونه، باغونه باید وسوځول شي، ښکلي انجلي او ناوی باید خیرنو طالبانو ته په زور په نکاح یا يې ناموس لوټ شي، او ځوانان ماشومان او سپین ژیري باید له تیغه تیر شی، طالبانو د افسرانو په خبره سرشکته او پورته وخوځاوه ، اوهمداسي یې وکړل، شمال یې د تل دپاره د پښتنود پاره اور وګرځاوه ، خو کله چې د شمال لنډغرو له خپلو بادارانو مرسته ترلاسه کړه او د طالبانو پر وړاندي يې مقاومت وکړ، نو اوس د طالبانو بلي تاریخي شرعې فیصلي ته به راشو، هغه داچې طالبانو له جنرال ؟ مالک سره خوږ ایتئلاف وکړ، ترڅو دوي وکولایشې د هغه په مرسته په شمال حاکم شي ، اوس نو دلته تاسو لوستونکې فیصله وکړي ، چې له مالک سره د طالبانو فیصله په کوم شرعي حکم ترسره شوه ، حال داچې د ژیري د پاره ، د سر د ویښتو د پريښودو دپاره، د ښځو او انجونو د تعلیم د پاره له طالبانو سره خورا ډیر د رسول اکرم صلی علیه وسلام احادیث او قرانې ا حکام پراته ول خو دمالک پر وړاندي د جناح لشکرې له هرڅه څخه تیرې شوي ؟
په هر صورت، الله چې کله څوک وهې نو بیا يې مخه څوک نشي نیولي (وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ ﴿الشعراء: ١٣٠﴾) (ژباړه : کله چې مونږ نیول کوو نو بیا نیول کوو ډیر سخت.) همداسې وشول ، د طالبانو د مخکښو له لاسه د افغانستان بې ګناه په زرګونو ځوانان چې د مجاهیدنو په خپلمنځې جګړو کې دمرګونو دشمیر هیڅ څارې نه لیدل کیده مرګونه رامنځته شول ، او پدې توګه افغانستان په لوی لاس په جنوب او شمال تقسیم شو. دلته په کندهار، زابل، اورزګان او هلمند ولایتونو کې د مخدره توکو مافیا ښه په درز کې خپلې کرهڼیزې پروژې په کار واچولي ، پداسې وخت کې چې د یهودو په لاس جوړي شوي د تیلو د سوداګري لويې اداري یونیکال دفتر دلته په کند هار کې په رسمي توګه کار پیل کړ. د ګاونډي هیواد داخله چارو وزیر بابر طالب د یو تجارتې کاروان سره مخ په کندهار او بیا په لنډو ترکمنستان ته واوښت، دتګ او راتګ په دې سلسله کې د طالبانو تش پنامه مشر او دارنګه د بابر طالب د افسرانو چې د طالبانو دشورا غړې بلل کیدل ښه د پسونو او چرګانو د خوراکونو مقابله ترسره شوه، په شپو او ورځو سره وخندیدل او د راتلونکې د پاره يې دا ځل بیا نوي پروګرام د شمال د نیولو دپاره طرحه کړو، داځل يې د افغانې طالبانو تجربه د جنګې مهارت، سیاسي او اعتقادي اړخونو له لوري کمزوري وګڼله او پدې توګه يې د پاکستان له فوځ څخه بر حاله فوځیان د برحاله فوځې کومندانانو هریو جګړن فضل بیګ، ډګرول امام او خالد خواجه په مشري سیمي ته واستول، پدې توګه هر حیه او ژوندي جسم چې د طالبانو پر مخ کې راته ورته حکم شوي وو چې باید له تیغه تیر شي، همداسي وشول ، طالبانو شمال کې ډيري سیمي د طرحه شوي پلان سره سم د چنګیزیانو د لشکرو په څیر له تیغه ویستلي او د انسانانو له سرونو يې منارونه جوړ کړل.
اوس نو طالبانو په مظلومو افغانانو تش په نامه حکومت کاوه ، د افغانستان سیاسي هویت ته یې په نړۍ کې د پای ټکی کیښود ، او په غیر اسلامې اصولو ولاړ امارت يې اعلان کړو، او بیا د جنا ح په خوښه یو معیوب چې نه یواځي جسما بلکي علمآ معیوب سړي وو او دي په افغانانو د قران د حکم په خلاف امیر وټاکه. د مسلمانانو دپاره د امیر د ټاکلو د پاره چې په اسلام کې کوم اصول وضعه شوي( پدي هلکه به د لیکوال لیکلي مقاله ډیر ژر خپره شي) د هغوي پر خلاف امیر وټاکل شو ، خو دلته باید دومره ذکر وکړم چې د طالوت علیه سلام مثال او دهغه د امارت د پاره د الله چ ټاکلي اصول د ملاعمر اخوند په مشرتوب کې کاملا دپښو لاندي شول ځکه چې الله ج په سوره بقره کې داسي فرمایي (وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللَّـهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا ۚ قَالُوا أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ ۚ قَالَ إِنَّ اللَّـهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ ۖ وَاللَّـهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّـهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿٢٤٧البقره. د طالوت علیه سلام د خلافت د پاره دا دوه واضحه دلایل پدې ایت شریف کې واضح شوي یو د جسم تندرستي او سلامتي او بلا د علم پراخي او سلامتي ، اوس نو تاسي لوستونکي فیصله وکړي چې په ملا عمر کې د اسلام د خلیفه کومې نښې موجودي وي ؟؟ په پینځه کلن دور کې یوځل د حج د فریضي ادا هم ونکړي ، ویریده چې داسي نه دنیا ته رسوا شم ؟؟
عیان ته څه بیان ، پدې موضوع به هم ډیر نه غږیږو، دیته به راشو چې کله انګریز ته طالبانو دا فغانستان د تجاوز لاره هواره کړه ، نو بیا طالبانو د افغانستان د ملت سره کومه معامله خپله کړه؟ د افغانستان تاریخ لیکونکي دې او روان بحران ته ته ښه په دقت سره ګوري، او هره ورځ د طالبانو توره دوره او بیا د هغوي دا روان ظلمونو د افغانستان په تاریخ کې ثبتوي. طالبانو د دوه زره دویم ۲۰۰۲کال څخه راپدیخوا تر دوزره لسم ۲۰۱۰ د مي تر اولې پوري چې شاوخوا اته کاله کیږي که هره ورځ په اوسط ډول پنڅه کسه ( کوم چې ددوي دورځنیو خبري ادعاګانو څخه سل چنده کمه شمیره ده ، خو لته به فرض کړو چې همدومره انصاف يې کړي ) حساب کړو، نو په ساده حساب سره يې( ۸ کلونه ضرب د ۳۶۰ورځو مساوي کیږي له ورځوسره۲۸۸۰ او بیا دا ضرب د ۵ شهیدو افغانانو په یوه ورځ کي مساوی کیږی له ۱۴۴۰ څوارلس زره څلورسوه بې ګناه افغانان يې تر اوسه پوري وژلي دي، کوم چې د امریکایانو د شمیري چې ۱۰۰۰ زر تنه کیږي څوارلس چنده اضافه دي.
اوس به راشو د طالبانو نوي محکمې ته، د کومي له مخې چې په بګرام کې بندیان طالبان به د افغان حکومت له لوري محمکه کیږي . اول خو زه دا وایم چې په جنګ کې نیول شویو طالبانو محکمې ته هیڅ ضرورت نشته ، هغه باید ځای پرځای له تیغه تیر شوي ، ځکه چې ډيري یې د جناح بر حاله افسران دي ، او چې کوم ریښتیا هم غولیدلي افغان ځوانان دي ، نو هغوي دې دیوي ازادي محکمي له مخې چیرته چې د قتل شویو افغانانو دکورنیو غړې موجود وي محکمه ته وړاندي شی، که نوموړیو مظلمو کورنیو ورته بخشه وکړه ( چې ګومان نه کوم څوک يې وبخشې ) ازاد او کنه نو په عام محضر کې دي د طالبانو په کشتار ګاه ( غازي لوبغالې ) کې قصاص شي.
دا پر سر چې یې تړلی سپین پټکي دی
د پشتون د سر قاتل د غہ سړي دی
خوشحالی چی می د قام زغملی نشی
ما تہ یو دی کہ ملا کہ پنجابي دی .....
و ما علینا الا لبلاغ المبین
عمر ګذار