
شاوخوا نوي کاله د مخه (۱۹۲۰) د انګریزانو جاسوس او د غربې کپیتالیزم (غلام جناح) د انګریز په لارښوونه او مشوري د اسلام تر نامه لا ندي د اسیا د مسلمانانو په وړاندي یوه داسي سیاسې جګړه پیل کړه ، کومه چې د مسلمان په لاس د اسلام بربادول او د اسیا له وچې څخه د مسلمانانو برم، حشمت او حکومت سالارې له منځه وړل ول.
جناح د مسلم لیګ ( د مسلمانانو ټولنه ) چې د خپل وخت د مسلمانې ټولني مخور او متدين کسان پکې راغونډ شوي وو ( وروسته چې کله نوموړيو مسلمانو مجاهدینو ته د جناح د طرحې جزیات لاسته ورغلل نو د جمعیت اسلامي ترنامه لاندي سره را غونډ شول او ځیني لکه مولنا عبد الکلام ازاد اونور د ګاندهي ترڅنګ ودریدل .)
جناح دوي ټول پدې خطا کړي ول چې ګواکې د هندوانو د حکمرانې څخه د خلاصو ن د پاره د هند مسلمانانو ته یوه لاره پاتې ده هغه دا چې د پاکستان پنامه ځانته جلا یو اسلامې ملک جوړ کړي، خو د کاسې لاندي نیم کاسه وه. د پاکستان جوړول د چرچل هغه اقتصادي او نظامې پلان عملي کول ول ، کوم چې يې د روس ، چین او جاپان پر وړاندي په اسیا کې د تیلو د شتمنیو او زیرمو ته د نه پرمختګ د پاره غځولې وو، پدې مانا چې انګریز غوښتل د یو کمزوري مسلمان دولت جوړول کوم چې په ټوله مانا په انګریز متکې وي ، هغه که سیاسي ، اقتصادي او یا هم علمي ډګر کې وي ، انګریز به وکولایشي چې دا ملک د روسانو پر وړاندي ودروي او د هغوي له پرمختګ څخه د هندي بحر ګرمو اوبو او بیا د اسیا د سون دموادو زیرمو ته لار پیدا نکړي، علي جنا ح د انګریز نقشه د میلینونو مسلمانانو د وینو پر تویدا او په بحیره صغیر کې د مسلمانانو د شپږ سوه کلن حکومت د ختمولو پربیه عملي کړه. د کشمیر، بنګال او دارنګه د ډیوردنډ کرښه ( دپښتنو له سرنوشت ) سره يې داسي سیاسي لوبه وکړه چې دسیمي مسلمانان دادي له ادمه تر دې دمه پوري د نړۍ د هر استعمار غلامان شول، په ماینز ډول يې د اسیا ټول مسلمانان د انګریز غلامان وګرځول.
دا د غلام جناج طرحه وه چې د امریکا جاسوسې الوتکې به له پیښوره الوتنې کولي او پخواني شوري به یې څارله ، دا نه بلکې دا فغانستان د مظلوم ملت په وینو ګټلې جهاد هم ددي جناج د پلان یوه کړۍ وه چې وروسته یې پر کورنۍ جګړۍ بدله کړه، د افغانانو د روسانو کړي ظلمونو هیر شول کله یې چې په ژوندینې یو د بل په سرونه کې میخونه ټکوهل. د افغانانو دا خپلمنځي جګړي او ظلمونه داسي سره اوبدل شوي وو چې د جناح د انځور شوي یوغ لاندي یوځل بیا د اسلام پر نوم د سیمې تنکې ځوانان د طالب پرنامه راپورته کړل، وینه د د طالب تویږي ، ظلم طالب کوي، ځواب به هم طالب ورکوي، خو پلان د انګریز دي ، هغه انګریز چې سره له هر ډول شتو، پرمختللو سلاح ګانو او د پیړۍ د لسګونو روزل شويو جاسوسانو سره د خپل جاهل ملت تنکې ځوانان دخپلو شومو عزایمو د پاره وژنې ، یو لور ته مسلمان ته د غازي او جنت خوبونه ریښتیا کوي چې ګواکې کافر دې وژلي او بل لوري ته خپل ملت ته واېې چې ګورې د اسلام پالو قوت لا هم شته چې باید له خپلو پولو څخه د دفاع د پاره په افغانستان کې جګړه وکړوو.
د انګریز د طرحي شوي نقشي له مخې باید د منځني او سهیلې اسیا په اسلام مین خلک نور د اسلام له نوم څخه کرکه وکړي، ځکه خو دوي لیبرال اسلام ( د جنا ح د مسلم لیګ په څهره کې ) لومړي انځور کړو ، کله چې د مسلمانانو د سلګونو کلنو پاچاهې یې د یوي ټوټي ځمکې پوري رالنډه شوه او بیا يې خپله دویمه طرحه عملي کولو ته وړاندي کړه هغه د افراطي اسلام پنوم ، د طرحه دهر مسلمان ته پرته له توپیره زامن، پلرونه، وروڼه وژني. د جناح لښکرو ورته د خپلو پلرونو ویاړونه له تیغه تیرکړل، خپل میوزیم يې د بادار د کور دښکلا په نندارتون کې ځاي پرځاي کړو ، د سلطان محمود ویاړ يې د يو تور لینګي ( سلطان امام ـ چې دوي ورته کرنل بت شکن وايې ) په غاړه کې ځوړند کړو، داچې لا نور به څه وکړي راتلونکي تاریخ به يې په تور لیک ثبت کړي .
د جناح د نقشي سره سم، لاهم په سیمه کې د مسلمانانو زور او ځواک پاتې دي هغه پدي مانا چې لاهم خلک جوماتونو ته د لمنځونو د ادا د پاره ځې ، د اسلام څخه د سولي او هوسایني مانا اخلي، دا کار باید اوس د طالب د لښکرو په واسطه د سیمي په مسلمانانو ودرول شي. د ددي ټولي دسیسي درواني سلسلي مونږ خپله ژوندي شاهدان یو، چې طالبان ( د جناح لښکري ) زمونږ د مکاتبو تنکې ځوانان وژنې، ښوونځې سوځوي، هر هغه افغان چې علم لري، لیک لوست کوي او د اسلام پرمانا پوهیږي هغه د ټولني پروړاندي اول ذلیله کوي او بیا يې په ډیره بې رحمانه توګه وژنې. د لارو بندول، د کاروانونو لوټل، د هرکس څخه پوښتنې ، ګرویګنې او بیا دهغوي د وژلو فتوا له کراچې، کوټې او پیښور څخه ترلاسه کوي، تر څو د مرګ حکم پري جاري شي. داټول د انګریز د طرحه شوي پلان سره سم ترسره کیږي. د ملا برادر نیول د جنا ح د قبر له څنګه کومه بله خبره نده ، یواځي او یواځي د خپل نیکه او بادار د سلام خاني زیارت دي ، ددي ترڅنګ دهر بل ترهګر اوسیدل په کراچې ښار کې کومه نوي کیسه نده ، بلکې دا ښار دهمدوي دپاره انګریزانو جوړکړي وه.
په کندهار کې د تیري شپي عملیات چې ( د جناح لښکرو ترسره کړو ) ایا دامکان وړ ښکاري ؟ که چا هم د کندهار هواېې ډګر لیدلي وي ، نو پر هر لوري کې به ورته ښې پراخې دښتي او ډاګونه ترسترګو شی ، اوس پوښتنه داده چې د غرب ټول پرمختللي د کشف وسایل او الات چیرته دي، د رسنیو له انځورشوي راپورنو څخه دا جوته ده چې هغوي ټول په څمڅو کې ناست ول؟ یو بل وړوکې مثال ته به راشو په هلمند کې د دوه زره اتم کال کې د مایکل سیمپل په نامه د ا نګریزانو د اتحادي دوخت مشر ونیول شو، په څه تور ؟ چا يې دوسیه و څپړله ؟ هغه د انګریز بچې یواځینې انسان دي چې له افغانستان څخه په بې شرمې په رسمي توګه وشړل شوو ؟ ولې ؟ ایا دا ریښتیا نده چې هغه د جناح د لښکرو سمبالښت کاوه ؟؟؟
رابه شو دیته چې نو بیا د جهاد مفهوم څه شو؟ مسئله د اسلامي قوانیونو ( قران اوسنت ) له مخې ډیره پيچلي ده ، خو کله چې اجماع د امت ته راشو کوم چې د اسلام د فیصلي په برخه کې یو اصل دي ، نو زمونږ مجاهد مشران خو ټول په کابل کې د خپل ملت ترڅنګ ناست دي، د نړۍ اسلامي هیوادونه د موجوده حکومت سره مرستي او سیاسې اړیکې پالي ، دا لاڅه چې د اسلامې هیودونو د اتیر کانفرانس په لیبیا کې خو لا دا پریکړه هم وکړه چې بهرني پوځیان باید له افغانستان څخه ژر ونه وځي ؟
زه پدې بحث نه کوم خو دومره غواړم چې قران د جهاد د پاره ټاکلي هدفونه لري په وا ضح ډول په قران کې الله تبارک وتعالی فرمایې (وَ قَاتِلُوۡا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ الَّذِیۡنَ یُقَاتِلُوۡنَکُمۡ وَ لَا تَعۡتَدُوۡا اِنَّ اللّٰہَ لَا یُحِبُّ الۡمُعۡتَدِیۡنَ ﴿۱۹۰ البقره﴾ ژباړه : تاسو جګړه وکړي د الله په لاره کې له هغو کسانو سره چې تاسوسره جګړه کوي خو زیاتي مکوي ، بیشکه چې الله زیاتي کوونکې نه خوښوي.
پورته ایت کریمه د مسلمان مجاهد دپاره ښکاره او واضحه تګلاره ټاکي ، هغه دا چې د دښمن په وژلو کې باید زیاتوالي او ظلم ونکړي ، زیاتوالي پدې مانا چې ملکې وګړي به نه وژنې، ښځې او ماشومانو ته به څه نه واېې او لاري به نه شکوي. خو اوس که راشو د علي جنا ح لښکرو ته نو د وردګو د ځوانانو په دارکول، دهغوي ټولي تعلیمي هلې ځلي په ټپه درول، د کندهار د مخورو وژل، په ټول افغانستان کې د سر سړي ته ، د علم خاوند ته او دا رنګه هر متدین مسلمان ته واردمخه ګواښونه کوي چې ژوندي دي نه پریږدم ، همد لاٍامل دي چې هره ورځ په لسګونو ځوانان د خپل پلار نیکه ځمکې او دارايې پلوري او د غرب په لور ( کومه چې د جنا ح طرحه شوي پلان سره سم د غرب د پاره د کار قوه پیداکول دی ) تختي.
په پاي کې مونږ افغانان دیته تیار یو لکه څرنګه چې مو روس ته ماتي ورکړه ، لکه څرنګه چې مو انګریز ته ماتي ورکړي دارنګه د دانګریز دلاس دهغه په روپیو پلورل شويو غلامانو ته هم ماتې ورکړو. زه ددي لیکنې له لاري په ټولو لیکوالو او روڼ اندو مسلمانانو غږ کوم چې د دې لښکرو د مظالمو په را څپړلو او رسوا کولو کې یو لاس شئ او پرینږدئ چې نور مو دوي په سرونو باندي خپله جاهل سالاري تحمیل کړي.
د وخت یزیده ته مې وژنه ! خو زما له هر څاڅکې ویني څخه به د ازادي غوښتونکي بل حسین را ټکویږي.
و ما علینا الا البلاغ المبین.
عمر ګذار