ټاپي؛ د سولې او ثبات زیری

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د چارو له پرانیستلو سره همهاله وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوي پيغام کې د دې تر څنګ چې د ټاپي پروژې له تېرېدو يي د ملاتړ اعلان کړی بلکې دا يي هم ویلي چې د دې پروژې د امنیت په ساتنه کې به هم ونډه اخلي. طالبانو په خپله اعلامیه کې لیکلي، دوی به د طبیعي سرچینو او ټولو هغو هڅو او کارونو ساتنه او ملاتړ کوي چې هېوادوالو ته هوساینه او ارام ژوند وربښي.
دا په افغانستان کې د طالبانو د جګړې له پیل را وروسته لومړی ځل دی چې د دوی مشران د یوې داسې لویې بنسټیزې پروژې له رغنیزو چارو غوڅ ملاتړ کوي. له ټاپي څخه د وسله والو طالبانو ملاتړ د افغانستان حکومت او بیا ټولې سیمې او نړۍ ته پيغام لري، هغه دا چې د دا ټول پروژو تطبیق هېوادونه د ثبات ټینګښت او سولې ته هڅولای شي. په بله وینا ټاپي؛ د سیمې هېوادونو ترمنځ  د یوه نوي پيوند په مانا دی  چې په ټوله سیمه کې به د همکارۍ نوی فصل پرانیزي اود پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونه د  ترهګرۍ پاللو او نیابتي جګړې پر ځای اقتصادي همکاريو او سالمو سیاسي سیالیو ته رابولي.
وسله وال طالبان په داسې حال کې له ټاپي څخه رسما د ملاتړ ډاډ ورکوي چې دوی د پاکستان له مستقیم  ملاتړ څخه برخمن دي او په افغانستان کې د روانو ناخواله ریښه په پاکستان کې ده. د پاکستان د پوځ تر ولکې لاندې سیمو کې  ښکاره روزنځایونه  او په افغانستان کې د کېدونکو  بریدونو د پلان مرکزونه لري.  دا هغه څه دي چې افغان حکومت له کلونو راهیسې له پاکستان څخه غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو اهدافو د تعقیب لار بدله او د اقتصادي تعاملاتو له لارې د  ګډې همکارۍ لپاره نوی بستر پرانیزي.
ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو دریو کلونو کې په خپلو بهرنیو سیاستونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې او همداراز پر یوه اقتصادي دهلیز د افغانستان اړولو ته  لومړیتوب ورکړ. په دې موده کې هڅه وشوه چې د اقتصادي همکاریو له لارې ګاونډیان په ځانګړي توګه پاکستان ته قناعت ورکړي چې راشئ،  په افغانستان کې خپل سیاستونه بدل کړي.
اوس نو د دې وخت را رسېدلی چې په دغه پروژه کې ښکېل څلور واړه هېوادونو دا درک کړي چې اقتصاد د یوه مقتدر هېواد لپآره  مهم عنصر دی او ټآپي د داسې یوه لیدلوري بنسټ دی  چې راتلونکي نسل ته دا ډاډ ورکوي، چې  پر بې وزلۍ، بې کاري او افراطیت برلاسی کېږي.
پاکستان د دغې پروژې یو لوی سهمدار دی او په اوسنیو شرایطو کې د ګاز او برېښنا انرژۍ ته سخته اړتیا لري. په اسلام آباد کې د پاکستاني نظام د ظلم او دوه ګوني چلند پر وړاندې د پښتنو پراخو لاریونونو او همداراز پر اسلام آباد د نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحدو ایالتونو ورستيو فشارونو ته په کتو هیله شته چې پاکستان به ښایي وروسته له دې، ځکه په سیمه کې اقتصادي همکاریو ته ډېره لېوالتیا ښکاره کړي چې نور پاکستان په نړیواله کچه څنډې ته شوی هېواد دی. پورته دلایلو ته په کتو ټاپي د سولې او ثبات لپآره د زیري او څرک  په معنی دی.