سلګۍ (سکسکه) يا Hiccups څه ډول ناروغي ده؟ نښې، لاملونه او درملنه يې
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
۱- د سلګۍ يا Hicuups پېژندنه:
سلګۍ چې په پښتو کې سولګۍ هم لېکل کيږي، په دري کې ورته سکسکه وايي، انګليسي نوم يې Sobbing او علمي نوم يې، Hiccups دی. سلګۍ د تنفسي سېسټم يوه بې اختياره ناروغي او يا هم حالت دی، چې د ډيافراګم يا د حجاب حاجز د پردې د انقباض يا ټولېدنې له امله منځ ته راځي.
د سلګۍ په حالت کې د حجاب حاجز پرده په تکراري ډول سره، په يوه دقيقه کې څو ځلې انقباض او انبساط کوي، چې په تنفسي سېسټم او د ساه په اخېستلو کې ټکانونه را پيدا کوي.
ځينې وخت سلګۍ د يو کم وخت لپاره وي، چې له څو دقيقو ورسته له منځه ځي او يا هم د ډېرې ژړا له امله رامنځ ته کيږي او بيا وروسته، د حجاب حاجر پرده خپل عادي حالت ته راځي، خو ځيني وخت سلګۍ تر ورځو - ورځو دوام کوي، چې دا حالت کې شونې ده، چې د مرګ سبب هم شي او ډاکټر ته ورڅخه تلل اړين ډي.
۲- د سلګۍ يا Hiccups نښې - نښانې:
- په تکراي او بې اختيار ډول سره، د تنفس په وخت کې ټکانونه او له خولې څخه د لرزشي غږونو وتل.
- د يوې ثانيې لپاره د اوږو، نس (خېټې)، مرۍ او يا ټول وجود ټکان او لړزېدل.
- له خولې څخه په ډېره کچه د ساه وتل.
- له ډېرې سلګۍ څخه د سينې د درد پيدا کېدل.
- په مشکله سره خبرې کول او يا څخه خوړل، ځکه چې وجود بې اختياره ډول سره ټکانونه خوري
۳ - د سلګۍ يا Hiccups لاملونه:
- په بېړه سره ډوډۍ خوړل: هر کله چې ډوډۍ په بېړه سره وخوړل شي، نو له ډوډۍ سره يو ځای يو اندازه هوا هم دننه کيږي، چې بيا د حجاب حاجز د انقباض او انبساط سبب کيږي. له سږو پرته ډيافراګم ته د هوا دننه کېدل په وجود کې د ټکانونه لامل کيږي، چې په پايله کې سلګۍ رامنځ ته کيږي.
- سېګرټ څکول او ژاولې ژول: کله چې يو څوګ ژاولې ژويي او يا هم سېګرټ څکوي نو شونتيا شته، چې هوا يې بدن ته دننه شي او د سلګۍ لامل شي. ځينې کسان د سېګرټو ضد ژاولې ژويي چې د Anti Smoking - Nicotex په نوم ياديږي. دغه Anti Smoking - Nicotex هم د سلګۍ کولو يو عمده لامل دی.
- حساسيت: ډار، ويره، ډېره خوښي، اندېښنې او نور په احساستو پورې تړلې مسايل د سلګۍ سبب کيږي.
- خندا او ټوخۍ: د خندا او ټوخي په وخت کې هم، ځينې وخت د سږو پرځای هوا معدې ته دننه کيږي، چې پايله کې د حجاب حاجز د حرکت لامل کيږي او سلګۍ پيدا کيږي.
- ژړا کول: د ډېر او اوږد وخت لپاره ژړا کول هم د سلګۍ يو لامل شمېرل کيږي.
- همدا ډول ځينې نورې ستونزې لکه د عصبي رګونو او عصبي سېسټم ګډوډۍ د سلګۍ په منځ ته راتګ کې مرسته کوي.
۴ - د سلګۍ يا Hiccups مخنيوی:
کوم لاملونه مو چې پورته ذکر کړل، لکه په بېړه سره ډودۍ خوړل، ژاولې ژول، خندا، ژړا، ويره او نورې اندېښنې؛ چې سلګۍ منځ ته راوړي، که چېرې د دغه لاملونو مخنيوی وشي، نو په خپله د سلګۍ مخنيوی کيږي.
۵ - د سلګۍ يا Hiccups درملنه:
که چېرې سلګۍ د يو کم وخت لپاره او د يو څرګند لامل په سبب رامنځ ته شوي وي، نو بيا د اندېښنې وړ خبره نه ده. له کم وخت وروسته او يا د سبب په پای ته رسولو سره سلګۍ له منځه ځي. خو که چېرې سلګۍ د اوږد وخت لپاره په دوامداره توګه وي، نو بيا اړينه ده چې لاندې لارې - چارې تر سره شي.
- هغه وخت چې سلګۍ له درېيو ساعتونو ډېره شي، خوب ترې نه کيږي، د خوراک او څښاک په وخت کې ستونزې رامنځ ته کوي، نو بيا يې د کورنۍ درملنې پرځای طبي درملنه اړينه ده او بايد له ډاکټر سره پرې مشوره وشي.
- په ټولنيز ژوند کې به مو لېدلې وي، چې د سلګۍ د ورکېدو په موخه د فکر د بدلون هڅه کيږی. اغېزمن کس ته ويل کيږي؛ چې زما يو څه دې غلا کړي دي، هغه شي له تا سره دی او داسې نور. یانې د فکر په بدلو سره هم شونې ده چې سلګۍ له منځه لاړه شي.
- بيا هم يادونه کوم، که چېرې سلګۍ له درېیو ساعتونو څخه ډېر دوام وکړ، نور غوره ده چې اغېزمن کس ډاکټر ته يوړل شي. د سلګۍ د درملنې په برخه کې د غوږ، پوزې او مرۍ ډاکټر يا ENT ته بايد ناروغ يوړل شي.
وروستي