په ښځو کې د اميدوارۍ چانس کوم وخت ډېر وي، له مياشتنۍ ناروغۍ مخکې او که وروسته؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
هر کله چې ميرمنې بلوغ ته ورسيږي، نو مياشتنۍ ناروغۍ يا حيض ورته پيدا کيږي، چې په انګليسي کې ورته Period وايي، علمي نوم يې Menstruation او د حيض دغه دورې ته Menstrual Cycle وايي.
په مياشتنۍ ناروغۍ يا Menstruation کې له بلوغ وروسته د ښځو له رحم څخه وينه ځي. په معمول او عادي ډول سره هغه ښځې چې اميداورې نه وي يا يې حمل نه وي اخېستی، هر مياشت له ۵ څخه تر ۷ ورځو پورې پرې دغه ناروغي راځي. هر کله چې ښځه اميدواره شي نو بيا مياشتنۍ ناروغۍ منځ ته نه راځي.
د حمل اخېستلو يا اميداورۍ لپاره درې پړاونه شتون لري، چې له مياشتنۍ ناروغۍ مخکې پړاو، د مياشتنۍ ناروغۍ په جريان کې پړاو او له مياشتنۍ ناورغۍ وروسته پړاو دی.
۱- له مياشتنۍ ناروغۍ Menstruation وړاندې پړاو: له مياشتنۍ ناروغۍ وړاندې پړاو هغه مرحلې ته ويل کيږي، چې په پخوانۍ مياشتنۍ ناروغۍ له ۱۵ څخه تر ۲۰ ورځو وخت تېر شوی وي او نوې مياشتنۍ ناروغي نه وي پېښه شوي.
هغه ښځې چې په منظم ډول سره مياشتنۍ ناروغي ولري او د مياشتنۍ ناروغۍ ترمنځ واټن يې له ۲۸ څخه تر ۳۰ ورځو پورې وي، نو په دې پړاو کې يې د اميدوارۍ شوننتيا ډېره کمه ده.
په دې وخت کې له مياشتنۍ ناروغۍ وروسته د ۱۱ څخه تر ۲۱ ورځو پورې هګۍ اچول ګيږي او هګۍ يوازې د دولسو يا څلوروېشتو ساعتنو لپاره په رحم کې پاتې کيږي، چې په پايله کې ویلی شو، له مياشتنۍ ناروغۍ وړاندې د اميدوارۍ چانس ډېر کم وي.
۲- د مياشتنۍ ناروغۍ Menstruation په جريان کې پړاو: غوره ده چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې جنسي اړيکې تر سره نه شي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې د ښځو له رحم څخه وينه ځي، نو په دې وخت کې د جنسي اړيکو په نه تر سره کولو ټېنګار کيږي.
هغه ښځې چې له ۲۸ څخه تر ۳۰ وروسته يې مياشتنۍ ناروغۍ منځ ته راځي، د مياشتنۍ ناروغۍ په جريان کې حمل نه اخلي. دا ځکه چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې هګۍ توليديږي نو سپرم او هګۍ سره نه يوځای کيږي.
که چېرې د کومې ښځې مياشتنۍ ناروغي له ۲۱ څخه تر ۲۴ ورځو وروسته راځي، نو بيا ډېره کمه شونتيا شته چې د مياشتنۍ ناروغۍ په جريان کې هم حمل واخلي.
۳- له مياشتنۍ ناروغۍ Menstruation وروسته پړاو: له مياشتنۍ ناروغۍ وروسته د حمل اخېستلو يا اميدوارۍ چانس ډېر زيات دی. کله چې مياشتنۍ ناروغي پای ته ورسيږي، د مياشتنۍ ناروغۍ له پای وروسته تر ۲۰ ورځو په دننه کې، که جنسي اړيکې تر سره شي، نو د اميداورۍ چانس يې ۸۰ يا ۹۰ سلنه دی.
د مياشتنۍ ناروغۍ وروسته هګۍ په رحم کې له ۱۱ څخه تر ۲۱ ورځو پورې پاتې کيږي، نو چې هر کله ورته سپرم ورسيږي، حمل اخېستل کيږي.
وروستي