د پاولیو شرنګا

ور یې کلک پورې کړ، په کونج کې اېښې غټه سي ډي یې خاموش کړه، په لنډه سا یې وویل: ملک لالا پولیس دي....

په کوټه کې د ناستو کسانو پر زړونو لړزه راغله یو - بل ته یې وکتل. ملک غځېدلې پښه ټوله کړه، پر توشکه پروت سور پکول یې سر ته کړ، پاڅېد، له وړې کړکۍ یې بهر وکتل. په انګړ کې دوه پولیس په ګونډه وو. د ملک لالا پر تور تندي خړې خولې غوټه شوې، زړه یې ودربېد، پر غولي ناست هلک ته یې اشاره وکړه. شرنګ شو؛ د سپین پوستي هلک پاولي وښورېدل، ډډ-ډډ لاسونه یې پر شنو او سپینو غومبرو وموښل، د ښځینه جامو اوږد لسټونی یې پر سرو شونډو تېر کړ، له برګ دسمال جوړ کړی کمربند یې له ملا خلاص، پر سر یې واچاوه او پر ګازي توشکه غلی کېناست.

دروازه وټکېده، ملک لالا په لوېدلي غږ وویل: مهرباني وکړئ. قوماندان راننوت، غټه خېټه یې په شنه درېشۍ کې بوکه ښکارېده. ملک لالا چې د قوماندان ننوتو سترګو ته وکتل؛ په ډېره خوښۍ ورپاڅېد، کلکه غېږه یې ورکړه او دوه ساتونکو ته یې د کېناستو وویل.

شېبه پس شرنګ شو، پاولي وشرنګېدل، ملک لالا سور پکول توشکې ته کړ، ښۍ ګونډه یې قوماندان په کیڼ ورانه کېښوده، وروسته یې یو ځل بیا د څرخېدونکي هلک په نرۍ ملا کې سترګې خښې کړې.
پای