نسکوره کاسه

دادګل کاکا، پر تندي مړې خولې پاکې کړې، د تازه جوړو کړو جویو ورخ یې سم کړ، بېلچه یې پر ځمکه خښه کړه، تر لښتي یې ټوپ کړل، وړاندې یې پر شنه پوله پلترۍ ووهلې. کوچنی زوی یې، غوټه په لاس د پلار خواته روان و؛ خو دادګل ته له رسېدو وړاندې یې پښه د موږک غار ته برابره شوه، کوږ شو، پړمخې پرېوت، غوټه خلاصه شوه؛ په کاسه کې لمده ډوډۍ په خاورو ګډه شوه....
دادګل غاړه هسکه کړه، لرې یې وکتل، منډه یې کړه، زوی یې تر مټ ونیو، غېږه یې پرانیسته، په خوږه ژبه یې وویل: پاڅه! زویه، مرغۍ دې ونیوه....

هلک نسکورې کاسې ته وکتل، موټی لاس یې په سترګو کش کړ، سپېره غومبوری يې لوند شو،
شونډې یې ورپېدې، په وړه ژبه یې وویل:
—ابه، ټکله خو تویې شوه، اوس به څه شی خورو؟
دادګل کاکا په چاودو ګوتو د زوی اوښکې پاکې کړې، په خندا یې وویل:
—خیر زویه، کورته به لاړ شو، هلته به ښه خوندور
خواړه وخورو.
ماشوم یو ځل بیا په نسکوره کاسه سترګې خښې کړې، په لنډه سا یې وویل:
—ابه، خو ادې مې دېګ نه دی کړی.... دادګل خبره ور پرې وکړه:
—ولې زویه؟
ماشوم د پلار ببرو برېتونو ته وکتل، په ناهیلي انداز يې زیاته کړه:
— کور کې ایله دومره غوړي و، چې ادې مې له اوبو سره ګډ کړل او تاته یې پکې دغه... دادګل کاکا د زوی په خوله لاس کېښود، وړاندې یې له څو کسانو سترګې واړولې، ټيټ شو، په لړزانده لاس یې ژر-ژر د کاسې له څنډې، د شکنې ډوډۍ پاکه کړه.
پای