بې‌نومه هلک

د محصلینو زوږ کم شو. استاد تور مارکر پر سپینه تخته وواهه، د وروستي کتار پر یوه چوکۍ ناست محصل ته یې د ولاړېدو اشاره وکړه:
ــــ هلکه ته ډېر بې‌نزاکته یې! دا ځل دې ډبوم او له ټولګي دې وباسم.
محصل پر ژېړه لرګینه چوکۍ کې نېغ شو، ښۍ پښه یې له کیڼې ګونډې کوزه کړه، استاد ته یې سترګې ور واړولې:

ــــ ولې ځوانه؟
استاد د ځوان کلمې په اورېدو سترګې برګې کړې:
ــــ والکه ته څومره بې‌نزاکته یې، هېڅ سړیتوب درکې نه‌شته، دا زه درته استاد نه ښکارم!!!؟

ــــ ولې ځوانه؟ کومه خرابه خبره مې وکړه؟
استاد کړکۍ ته نږدې له نجونو ډک کتارونه تر سترګو تېر کړل، محصل ته یې شونډې وچیچلې:
ــــ هلکه ته خو په رښتیا له غوجلې راوتلی یې، استاد ته سړی همدغه کلمه (ځوان) کاروي!!!؟

ــــ نو دا څه خبره ده ځوانه! ولې ته ځوان نه یې!؟
استاد د شنې درېشۍ جېب ته لاس کړ، د غمجن هندي موزیک زنګ یې ودراوه. سپین کوچنی ټلفون یې په غوسه د شنه پتلانه جېب ته واچوه، محصل ته یې مخ کړ:
ــــ ګوره هلکه، زه رښتیا هم ځوان یم خو دغه یو اکاډمیک ماحول دی، دلته زه خپل شخصیت او ټاکلی مقام لرم، دلته زه استاد او ته محصل یې. مګر متاسفانه چې ستا عقل، د خامۍ له امله، لا هم درته اخلاقي سیر نه‌شي ښوولای.

ـــــ بالکل ځوانه! مګر زه خو لا محصل نه یم چې تا استاد وبولم. زه خو لا بې‌نومه هلک یم. نو څنګه به د خپل ټیټ عقلي کچ په وسیله په دغه علمي چاپېریال کې ستا مقام او زما ځای‌ځایګی وپېژنم!؟

استاد رڼې عینکې له سترګو ښکته کړې. له محصل سره یې د دغه برخورد اصلي علت پیدا کړ. سوړ اسوېلی یې وویست، داسې لکه له جګړې تښتېدلی عسکر چې له ماتې وروسته خپل قوماندان ته د بښنې په‌پار ورغلی وي:

ـــــ ګوره ګرانه زه ستا په هدف پوه شوم، خو زه درته د ناز، ګرانښت او ملګرتیا پر بنسټ "هلک" وایم. ته نه پوهېږې، زموږ په سیمه کې هلک هغه کس ته ویل کېږي چې مقابل کس ته ډېر منلی، ملګری او زړه ته نږدې وي، خو...

ـــــ ډېر ښه استاد محترم! مګر زموږ په سیمه کې بیا "هلک" هغه چا ته ویل کېږي چې ټوله ورځ – د بدکارۍ/ بدلمنۍ په‌پار – په پولو، پټیو او کنډوالو کې خلاصه ګنډه او جګې پښې پروت وي!!....

د محصل په دې خبره د نارینه محصلینو د خندا پرله‌پسې آوازونه اوچت شول. استاد یو ځل بیا تور مارکر پر سپینه تخته وواهه، کړکۍ ته نږدې یې له نجونو ډک کتارونه تر سترګو تېر کړل، پر تروه ټنډه یې د غوسې او شرم خولې روانې وې، محصل ته یې ګوته نېغه کړه:
ـــــ له ټولګي ووځه بې‌حیا! او د سمسټر تر آخره دې بیا زما په درسي‌ساعت کې ونه وینم!!!
محصل له چوکۍ په فاتحانه او مغرورانه انداز پاڅېد، د کمپیوټر بکس یې اوږې ته کړ، او استاد ته د څه ویلو پر ځای موسکې شونډې له ټولګي وووت.
پای