په لونګو مو ددغه ۷ ناروغیو درملنه وکړئ!
لونګ چې یو د مشهورو مساله جاتو له جملې څخه دي او همدا شان دښکلي رنګ او زړه راښکونکې بوي سربیره ډیرې روغتیایې ګټې لري چې تاسو ترې ناخبره یاست.
تازه څیړنې ښي چې، لونګ هاضمې دستونزو لپاره ډیرښه دی دخـیټې پړسوب او ګاز لپاره هم ګټور دی ان دمعدی د زخم لپاره هم ښه دی که د چا سـرګرځی یایې زړه بـدیږی نو یودانه لونګ دې وخوری دسر درد به یي لری شي.
د دې سربیره لونګ دستوني درد لپاره ښه درملنه ده لامل یي دادي چې ډیر ښه تیل لري او درد کموي.
همدا شان لونګ د غاښ درد لپاره اغیزناکه درمل دی د لونګو دانې میکروب ضـد اغیز لري او په عامه توګه د خـولې د پاکوالی لپاره کارول کــیږي.
لونګ دا وړتیا لری چې وینه له تسمم ذهر څخه خلاصه کړی پردې سربیره په وینه کې د شکر اندازه کنترولوي.
د څیړونکو په باور لونګ دوینې جریان ته سرعت وربښي او د بې خوبي اوخــفګان مخه نیولای شـــي.
وروستي