وړې خوښۍ، غنيمت وګڼئ

د انسان ذهن او فکر ماشوم ته ورته وي، که مو ښه چلند ورسره وکړ تل به ارامه یاست. له ذهنه مو پخواني منفي فکرونه لرې کړئ او پر ځای یې مثبتو فکرونو ته ځای ورکړئ. له ځان سره ووایاست: د ژوند ټول بدلونونه مې اسانه، جذاب او په زړه پورې دي. سالم انسان هېڅکله هم د ستړیا احساس نه کوي، ښه اشتها لري، په اسانۍ سره یې خوب وړي او په همدې ډول بيدارېږي. هغه په فکر او عمل کې پوره دقت کوي، رښتينی وي؛ ځکه رښتینولي هم انسان ته ذهني ارمتیا ورکوي. هغه لارې چارې او چلونه زده کړئ چې کولای شی په ډېرو وړو څيزونو هم خپل ژوند په خوښۍ سره تېر کړی. که غواړی د نورو خلکو خبرې واوری، نو هڅه وکړئ له داسې کسانو سره ناسته ولاړه وکړی او خبرو ته یې غوږ ونیسی چې تل مثبتې خبرې کوي. له هغو کسانو سره چې تل ناهيلي وي او منفي خبرې کوي، ناسته ولاړه مه کوئ. هڅه وکړئ دوی هم له ځان سره جوړ کړی څو یوه بله ښېګڼه مو هم کړې وي.