
په ارواپوهنه کې قانون دی چې وایي: «په ذهن کې مو د هغه څه تصویر جوړ کړئ چې غواړی یې، تصویر د ډېر وخت لپاره درسره په ذهن کې وساتئ او بیا بیا یې سترګو ته ودروئ، په پای کې به هغه څه ترلاسه کړی چې غواړی يې». که د دندې بدلول درته نا ممکن وي او له خپلې دندې سره مو مینه نه لری، یوازېنۍ د حل لاره یې دا ده چې هره ورځ هڅه وکړی له خپلې دندې سره مینه وکړی.
که ستونزه لری، هغه یوازې ستاسو د اندونو زېږنده ده. د دې لپاره چې له دې ستونزې خلاص شی خپل فکرونه بدل کړئ.
هېڅکله هم په دې اړه فکر مه کوئ چې ګواکې فلانی شی نه لری، بلکې د هغه څه د لاسته راوړلو لارې چارې ولټوئ، چې غواړی ويې لری.
د دغه کال هره ورځ کېدای شي ستاسو د ژوند تر ټولو ښه ورځ وي، خو په دې شرط چې د منفي فکرونو پر ځای په خپل ذهن کې مثبتو هغو ته ځای ورکړی، دا ډېر اسانه کار دی او تر ټولو ښه ګام دی چې په پورته کولو سره یې کولای شی خپل ژوند ته پر مثبت لوري بدلون ورکړی.