ملګرو نن به د یوہ داسي خوراکي توکې په اړه څه درته ولیکم چې خوړل يې ستاسو لپارہ خورا ګټورتمامېږي؛
لاچيCardamom:
لاچي یو داسې شی دہ چې موږيې د پختن په رنګارنګ خوراکي خواړو کې د خوشبويي او لزت په پارکاروو.
دبېلګې په توګه! پلاؤ، قورمه، روغنجوش، بریاني، شوروا، حلوا، سوجي حتی چای او داسي نور.....
بلکه ډېرکسان يې د خولې د ښه بوی لپارہ ھم کاروي.
خو پدې نه یو خبرچې نوري څومرہ روغتیايي ګټې لري.
دا چې لاچي په پوټاسیم، مګنیزیم، ویټامین B1, ویټامین B6 او ویټامین C باندې بډا دی، سربېرہ پردې ريښكۍ(Fiber) دہ اوکلسیم ھم لري.
که یوازې دوہ دانې لاچي د شپې په مخه تر ویدہ کېدو مخته وژووئ او بیا وروسته یو ګلاس تودې (ګرمي) اوبه پسې وڅښئ:
۱) د بدن وزن کموي او وازګه له منځه وړي.
۲) د ویښتانو د توئیدلو او ماتیدلو مخه نیسي، د سرپخه له منځه وړي او د ویښتانو توروالی ساتي.
( په ما يې وار تېرشو ھھھھه)
۳) د ھاضمې غونډال (جھاز) غښتلی کوي، قبضیت ماتوي، د کلمو درد او پېچ نه رامنځ ته کېږي.
۴) په بډوګو(پښتورګو) باندې ښه اثرلري چې صفا (فیلټر) يې وساتي.
۵) د ویني د جریان او حرکت مرستندوی شي، فشار د ویني ترکنترول لاندې راولي او د بدن د ھري حجرې د پاکي دندہ لوبوي.
۶) که چیرته جنسي (نوږيز/شھواني) کمزوري موجود وي، مني نری/ تخم (Sperm) کم او یاکمزوری وي، لاچي خوړل خورا ګټوردي.
۷) په پوستوکې د سپینوالي او شکلا اغېز لري.
۸) ھډوکي قوي کوي، د بندو د درد مخه نیسي.
۹) خوب زیاتوي، د بېخوبي مخنیوی کوي او ھم به مو شپه ارامه وي. په خوب کې به خورېدل (خرھار) نه لرئ.
۱۰) ساييز غونډال (تنفسي جھاز) ته ګټه رسوي چې د سالنډي او نفستنګي ضد دی.
•دوہ لاچي ژوول او بیا یو ګلاس ګرمې اوبه څښل د شپې د ویدہ کېدلو په وخت کې مه ھېروۍ.
وروستي