روغتيايي پاملرنه:ایا کوم ځانګړ‎ی وخت دی چې میوہ وخوړ‎ل شي؟

ھو!
د میوې رانیول، پریمنځل، برابرول او بیا خوړ‎ل یو سادہ بھیردی چې یو کس ځان پرې وپوھوي.
میوہ له لبه د وجود سالمیت، پروریش، ودې او د تودوخي (انرژي) ساتني لپاره خوراکي توکې دي، مګر د خوړ‎لو وخت پیژندل يې خورا اړ‎ین دی ترڅوګټه ډېرہ او زیان يې ھیڅ وي.
میوه خوړ‎ل له بدنه زھرجن شیان باسي، د وزن په بایللو، د ھاضمي په چستي، د ویني فشار راټیټولو، د زړ‎ه رنځ کمولو او د مادې په بدلون (میټابولیزم) کې مرسته کوي.
د میوې د خوړ‎لو ډېرې کیسې (افساني) شته چې کوم مھال وخوړ‎ل شي، ځیني خلک خوچې پر وربرابرشي ورته کشیني، نو بسم الله....
۱) میوہ خوړ‎ل سھار په خالي نس خورا ګټور تمامیږ‎ي.
۲) د غرمي د ډوډۍ او بیګاه (شپې) د ډوډۍ منځ مھال ټاکل ښه وخت دی (یعني ماپشین قضا، مازدیګر لوړ‎). 
۳) مخته او یا وروسته ترجسماني ستړ‎یا/ تر ورزش وروسته يې خوړ‎ل ډېرہ ګټه لري.
د میوې په ھضمیدلو ترنورخوراک ډېروخت لګیږ‎ي، په پورته درې واړ‎ہ حالاتو کې معدہ خالي وي او د انزایم (کیمیاوي بدلون مادہ) سره مرسته وکړ‎ي، ترڅو د میوې ټول خوراکي (غذايي) توکي په وینه کې جذب او د بدن ھر راز حجرات غښتلي وساتي، ترڅنګ يې میوہ خوړ‎ل په تش نس د ویني شکر ھم نه لوړ‎وي.
ډاکټرنجیب خټې