![روغتیايي پاملرنه](https://rohi.af/assets/uploads/old/40337764_1907802932639402_8470072143646818304_n.png?_nc_cat=0&oh=fdcf78117e8b75860fbfa7fcff728dd8&oe=5C2DF952)
شیدې څښل پۀ سباناري د وینې شکره را ټیټوي
څېړنه:
شیدې څښل پۀ سباناري باندې د شکري د ناروغانو سرہ مرسته کوي او پۀ وینه کې د شکري کچه را ټیټوي.
یوازې یو ګلاس خالص شیدې (پرته لۀ اوبو او بورې) چې ترھرڅه زیاته کچه د پروټین لري، ھرہ ورځ څښل يې د ټولو اړینو آمینو اسیدو (امینو تیزاب/ تروشي) لرونکېو توکو ورځنۍ اړتیا پوره کوي.
دا څېړنه تازه د کانادا د ګیلفھ او ټورنټو پوھنځیو پۀ ګډه ثبوت ته ورسوله = ټورنټو ۲۰/ زمری/ ۱۳۹۷
نو پدې بابت وايي چې شيدې کارول ترنورو لبنیاتو کم ترکمه د شکري رنځورته لۀ سبا ناري سره سم خورا ګټور تمامېږي او د غرمې لۀ ډوډۍ خوړلو وروسته به يې ھم پۀ وینه کې د شکرې (PPBS) کچه نه لوړېږي.
•لنډه او ګټورہ نسخه