په پښتو ادب کې غزل

اېمل افغان
زموږ په ادبیاتو کې له قصیدې نه د غزل روایت وروستی دی، زموږ پخوانې غزل د اتمې هجري پېړۍ دی،لکه قصیده زموږ لرغونې غزلې هم موږ ته ډېرې لږ رارسېدلې دي او څو محدودې نمونې یې لرو،چې شکلي رغښت یې د شرقي غزلسرایۍ له عنعنو سره سم لرغونې ځانګړنې لري، خو مضامین یې د مینې تومنه او عرفاني ریښه لري. اما ترخوشحال خان خټک د مخه د روښانیانو په دیوانونوکې موږ د پښتو غزل یوه درنه ذخیره مومو،خو دا غزل بیا هم لکه د دوی قصیدې هومره رنګا رنګي، د شرقي غزل ټول شرایط او اداب نه لري.
له ځینوځانګړو مواردو پرته د روښانیانو غزل محدود مضامین رانغاړي او هغه د استاد تږي خبره: ( د روښانیانو د وخت د غزلونو ساحه د مضمون په لحاظ ډېره تنګه اوپه عمومی ډول په عرفاني روحاني اوځینو اخلاقي مضامینو پورې محدوده ده). اما خوشحال خان خټک لکه قصیده. غزل هم له هغه محدود میدان نه را وایسته اوشرقي غزل یې په نوې جامه کې خپل فرهنګ ته ورډالۍ کړه. د پروفیسور رجنا خبره چې ژوند ته یې نزدې کړ هومره غزلې چې خان موږ ته پاته کړې د بل هیڅ کلاسیک شاعرپه دیوان کې یې نشو میندلای.
د ده غزلې د خپل شکلي جوړښت له پلوه د غزلسرایۍ لرغونې عنعنه پالي مانا دا چې د ده غزلې زیاتره لنډې د ۵ – ۸ بیتو دي اوږدې غزلې یې د غزلونو په دفتر کې لږې دي. ادبیات پوهان وایي چې لرغونې غزلې معمولا لنډې وې او بیا وروسته اوږدې غزلې پیدا شوې دي.
د خوشحال خان خټک غزل نه یوازې دا چې د پښتو له لرغونو غزلو او یا د (۱۱-۱۰ هجري پېړیو) له نورو غزلو امتیازي خصوصیات او برجسته ګۍ لري، بلکې ځینې کسان د خوشحال خان په غزلوکې ځینو نورو ابتکارونو ته هم اشارې لري،چې دا ابتکارونه خان ته د سیمې او نړۍ په فرهنګي بهیر کې د درېدو ځای ورپه برخه کوي.
پوهاند دوکتور حبیب الله تږي لیکلي دي. ( د روښاني عصر د غزلونو په تناسب د خوشحال خان غزلونه یو بل لوی مزیت هم لري او هغه د مضمون تنوع او غناده. اما کوم شی چې خوشحال خان کلام ته د پښتو ژبې څه چې حتی د منطقې د شاعرانو په تناسب بېخي خاص امتیاز ورکوي هغه د ده د خپلو تجربو، د شخصي ژوند د بېلابېلو اړخونو او انساني غرایزو،د اجتماعي او طبیعي محیط د واقعیتونو او مظاهرو رښتینی برالا او مستانه بیان دی).
پروفیسور صاحبزاده حمیدالله په خپل اثر(پښتو غزل) کې د خوشحال خان پرغزلو لنډ خو یو جامع بحث کړی دی او د خان په غزلو کې یې هغه ښېګڼې، برجسته ګۍ او لطیف اندوزۍ لیدلې دي. چې د سیمې د ځینو نامتو دری ژبو او اردوژبو شاعرانو د شاعرۍ ممیزه ده ده د خپلو تبصرو په ترڅ کې د خوشحال خان د غزل په باب ویلې دي: ( خوشحال خان جنت مکان پښتو غزل د عظمت او رفعت او لوړتیا اوسپېڅلتیا و کهکشان ته ورسوله او د پیاوړتوب،بشپړتوب او فصاحت وبلاغت ثریا د بابا د تغزل لومړی منزل و.)