سوریه د روسيې او امریکا د سیالۍ ډګر دی

د ۲۰۱۱ م کال را هیسې چې کله په ځینو عربي هېوادونو کې د دیکتاتورو ريژیمونو پر ضد د ځینو خلکو پاڅونونه شروع شول، نو ورسره په سوریه کې د بشارالاسد پر ضد مظاهرې خو وروسته ډېر ژر جګړې شروع شوې، چې تر ننه دغه جګړې په درز کې روانې دي.

که تاسو متوجه شئ، وبه ګورئ چې په ځینو مواردو کې د امریکا او روسیې تر منځ په نړۍ او منطقه کې سیالي روانه ده، د امریکې او روسیې تر منځ دا ډول کړنې د سړې جګړې شوروي اتحاد او د هغه وخت د امریکا متحده ایالات ور یادوي، کوم چې چا به د شرق او غرب تر منځ د سیالۍ او چا به د کاپيټالېزم او کمونېزم تر منځ د سیالۍ او یا نور نومونه ورکول، داسې معلومیږي، چې د دوی تر منځ پخوانی تاو لا هم پاتې دی او دغه تاو په بېلابېلو مواردو کې لیدل کیږي، چې یو دهغوی څخه سوریه هم ده.

په سوریه کې بشارالاسد په ۲۰۰۰ م کې قدرت ورسید او له هغې وړاندې د هغه پلار حافظ الاسد د سوریې د واک په ګدۍ ناست و، خو کله چې په ۲۰۱۱ م کال کې په یو لړ عربي ممالکو د خپلو رژیمونو په ضد مظاهرې او په ځینو کې بیا ډېر زر جګړې پیل شوې، نو ورسره د امریکایانو په کاکرۍ کې د بشرالاسد رژیم د نسکوریدو پلمو ځای ونيو، خو مګر روسیې بیا د دغو پلمو په وړاندې جدي غبرګون وښود او امریکا ته یې خبر ورکړ چې د بشارالاسد لرې کول د امریکې په لاس کې نه، بلکې په خپله د سوريې د خلکو په لاس کې دي او د بشارالاسد بیا را تګ او نه راتګ پرېکړه نه د سوریې د حکومت مخالفو ډلو او نه د هغوی د نړیوالو ملګرو په واک ده، بلکې دا ډول صلاحیت یوازې د سوريې د خلکو په اختیار کې دی.

سوریې چې په ۱۹۶۷ م کال کې یې د عربو او اسراییلو په جنګ کې یو مهم لوری و او په دې جنګ کې یې د جولان غرنۍ تپې د اسراييلو لاس ته ولویدې چې اوس دلته اسراییلو د یهودو لپاره دایمي هستوګنځي جوړ کړي دي او اسراييل یې د خپلې خاورې برخه بولي، سوریه په عنعنوي ډول له اسراييل هېواد سره سخته دښمني لري او د دښمنۍ یو لامل یې د جولان لوړې هم بللی شو، خو ولې له دې نور ډېر څه هم شته، چې د اسراییل او د سوریې د دښمنۍ اساسات دي، په خوا وختونو کې هم څو ځلې دا کوښښ شوی چې د سوریې او اسراییل دا ستونزه حل شي خو بیا هم دغه ستونزه تر ننه پاتې ده.

امریکا نه غواړي چې د اسراييل په څنګ او یا هم په سیمه کې داسې یو ملک پیدا شي چې هغه دې د اسرايیل سره د دښمنۍ دومره سخت حساب ولري، نو په دې اساس امریکا چې د اسراييل تر ټول نږدې دوست او متحد دی، نه غواړي چې د سوريې اوسنی نظام په خپل ځای پاتې شي، بلکې ددې نظام پر ځای باید یو داسې نظام راشي چې د اسراییل سره څنګ په څنګ چې جولان هم د اسراییل برخه وي اقلا ښه روابط ولري.

روسیه چې له په خوا څخه د سوریې له دې نظام سره ښه او مناسب روابط لري، نه غواړي چې په سوریه کې د بشرالاسد رژیم بدلون وکړي، ځکه که چېرته په سوریه کې د بشرالاسد رژیم ړنګیږي نو په دې سره په سیمه کې د روسیې ډېرو ګټو ته زیان رسیږي.

روسیې په دې وروستیو کې په دې بانه چې ګنې دوی غواړي، د داعش ډله په سوریه کې له منځه یوسي، په سوریه کې خپل هوايی عملیات پیل کړل اوپه دې توګه سره په سوریه کې د سوریې د حکومت د مخالفینو په ځپلو یې پیل وکړ.

په دې وروستیو وختو کې چې کله په افغانستان کې د داعش ډلې خبره مطرح شوه نو د روسیې د طالبانو سره خپلې اړیکې ونیوې، داسې ویل کیږي چې روسیه د داعش په مقابل کې پر امریکا شک لري خو امریکا بیا د داعش سره خپل هر ډول روابط ردوي؛ داسې معلومیږي چې روسیه فکر کوي چې امریکا غواړي، منځنۍ اسیا ته د افغانستان د لارې داعش ولېږدوي او دا خبره بیا روسیې ته منلو وړ نه ده، بل لور ته ایران ویلي چې له عراق او سوریې وروسته داعش امریکا افغانستان ته رسول غواړي او په دې توګه سره سیمه کې خپلې لوبې ته دوام ورکوي.

د روسيې او امریکا تر منځ هغه وخت د سیالۍ میدان تود شو، چې کله روس په کریمیا ټاپووزمه برید وکړ او دغه خاوره یې له یوکراین نه جلا او په خپله خاوره پورې یې وتړله، ناټو او امریکا دغه عمل ښه ونه باله او په دې سره د روسیې شک د امریکا او ناټو په اړه زیات شو؛ له هغې وروسته روسیې په افغانستان کې د طالبانو سره خپل روابط نږدې کړل او هدف یې دا و چې تر څو په افغانستان کې د داعش چې روسیه فکر کوي ممکن د امریکا یوه فتنه یي پروژه وي، مخنیوی وکړي.
د دغو ټولو مواردو سرچينه سوریه ده، ځکه د روسیې او امریکا تر منځ لومړۍ سیالي د همدغه هېواد څخه پیل شوې ده، دسوریې په خاوره کې د روسیې او امریکې شتون او په ضمن کې د اسرایيل او ایران دخلت او ورسره ورسره د ترکیې پوځي مداخله د سوریې په کردمېشتو سیمو کې، دا ټول هغه څه دي چې په سیمه کې د روسیې او امریکا تر منځ فضا خړه پړه کړې ده.