کشمير: پاکستاني پوځ ۵ هندي سرتیري وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي

روهي (جمعه/۲۷ د سلواغې)، له هند سره پر پوله د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير سيمه کې، پاکستاني پوځيانو د هندوستان هېواد پنځه سرتيري وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړې دي.

د پاکستان د (ای. اېس. پي. ار) ادارې مشر جنرال اصف غفور په خپل ټوېټر ليکلي، "د هند پوځ په سيمه کې بې ګناه ملکي کسانو ته ازار ورکولو، د دوی پنځه کسان د پاکستان د پوځيانو له خوا وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي. د ماشومانو پر وړاندې د هند ترورېزم په د يادې پېښې مسوليت ولري."

د پاکستان د پوځ ياد مشر ګواښ کړی، چې دوی به هندي پوځيانو ته اجازه ور نه کړي، چې د دوی تر کنټرول لاندې کشمير سيمه کې، بې ګناه ملکي کسانو ته ستونزې جوړې کړي.

هند او پاکستان په کشمير کې، يو او بل د بريدونو په کولو او د اوربند په ماتولو تورن کوي. پاکستاني پوځ تېره اونۍ هم، په کشمير کې په هندي پوځيان بريد کړي وو، چې مرګ - ژوبله يې هم درلودله.