په اردن کې د افغان ښځينه فوټبال لوبډلې، د غېرې شرعي جامو په اړه بخښنه غوښتل شوي

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د هېواد د فوټبال د فدراسيون مشر کرام الدین کرام، په اردن کې د افغان ښځينه فوټبال لوبغاړو د غېرې شرعي او افغاني جامو په اړه بخښنه غوښتي.

نوموړي ويلي، چې دغه ډول جامې د اسلام له اصول او افغاني فرهنګ سره په ټکر کې دي او د افغانستان د فوټبال فدراسيون يې په اړه بخښنه غواړي.

د کرام الدین کرام په وينا، د افغانستان د نجونو د فوټبال په لوبډله کې چې په اردن کې لوبه درلودله، ډېری افغان لوبغاړې له امريکا او نورو اروپايي هېوادونو څخه په لوبه کې برخه اخېستي وه، چې دا ډول تصادف رامنځ ته شو.

په ټولنيزو رسنيو کې د فوټبال افغان ښځينه لوبغاړو انځورونه خپره شول، چې د اردن په وړاندې لوبه کې يې د اسلام او افغاني کلتور سره په ټکر کې جامې اغوستې وې. د فوټبال په ډکر کې، د اردون ښځينه لوبغالړې په حجاب پټې وي، چې په افغانستان کې د افغان ښځينه فوټبال لوبغاړو ياد لباس غبرګونه او غوسې را وپارلې.