
افغانستان چې د څو پیړیو راپه دې خوا د روسانو سره په ښو اړیکو کې و او له هر چا وړاندې دغه هېواد د افغانستان یو دوست بلل کیده، خو نه یوازې دا چې دغه ملک د افغانانو دوست نه و، بلکې د افغانستان او افغانانو لپاره لکه د لستوڼي مار په څېر غلی و، دغو روسانو په هر ځل د افغانانو سره جفا کړې ده، چې وروستۍ جفا او غداري یې په ۱۹۷۹م کې افغانستان ته د دوی د څلويښتم لښکر راتلل او په دې توګه سره د شوروي اتحاد د پوځي یرغل پیل و.
یو ځل خو یې په کال ۱۸۷۹ کال کې د افغانستان او امېر شېرعلي خان سره، چې دوی له روسانو سره د دوستۍ تړون لره، دوکه وکړه او امېرشیرعلي یې یوازې د جنګ په ډګر کې انګریزانو ته پرېښود او انګریزانو په ډېرې اسانۍ په دې خاوره تېری وکړ چې وروسته بیا د امیرعبدالرحمن خان په راتګ او د انګرزانو په ماتې دا تنزعه ختمه شوه.
شوروي اتحاد چې څه کم اویا کاله یې وجود دوام وکړ، په ټول توان په دې هڅه کې و چې څنګه د افغانستان د لارې د هند ګرمو اوبو ته ځان ورسوي او هغه د پخوانیو وختونو ارمان پوره کړي، داچې په کال ۱۹۷۹ م کال کې د شورویانو لپاره یو ښه فرست و ترڅو د دوست په جامه کې افغانستان ننوزي او خپلې موخې تر لاسه کړي.
هر کله چې شوروي لښکرې افغانستان ته راتلې له هغه لږه شیبه وړاندې ببرک کارمل چې په افغانستان کې د شورویانو د لاس اله وه وویل، شورویان زموږ تلپاتي دوستان دي او په دنیا کې هیڅ داسې طاقت نشته چې له هغوی سره وجنګیږي.
شورویان په لومړیو کې د شپږو میاشتو تېرولو په پلمه افغانستان ته راغلل خو ولې دوی دلته تقریبا لس کاله تېر کړل، په دغه لس کالنه مودا کې د دوی یوازې مالي تلفات له سل ملیارده ډالرو پورې رسیدل او نږدې نولس زره عسکر یې په افغانستان کې ووژل شول.
د افغانستان د شورویانو په وتلو شوروي وشلید، د برلېن دیوال چې نږدې اته ویشت کاله ولاړ و، ونړېد، په ۱۹۹۱ م کال کې دغه پراخ دولت ړنګ شو او په شپاړسو نورو هېوادونو وپاشل شو، د شوروي سره په ربط کې ټول کمونېستي دولتونه په نړۍ او منطقه کې ړنګ شول او دغې ټولې نړۍ په خپلو دغو کارونو سره دا څرګنده کړه چې په دا نړۍ کې کمونېزم او د هغه خیالي پروګرامونه هیڅ ځای نه لري.
په افغانستان کې د شورویان ماتيدل ددې خاورې د بچیانو اصلي شهامت و او په رښتیا چې دوی په خپله ملي او اسلامي مینه او جذبه، په تورو او بارچو، د دغه اتومي قوت مقابله وکړه او بالاخره یې شرمناکه ماته ورکړه.
افغان مجاهدینو په خپله پر له پسې مبارزې سره نه یوازې دا چې خپله خاوره د شوروي له خطره بچ کړه بلکې د سیمې او نړۍ څخه په دفاع یې ټول بشریت د هغه له ګواښ څخه بچ کړ، افغانستان چې له تاریخ څخه تر اوسه پرې یو خارجي یرغلګر هم خپل قدرت نه دی موندلی، نو په دې ترتیب په دې خاوره کې د افغانانو هر بری د دوی ویاړ دی.
روسان په خندا راغلل په ژړا ووتل، روسان د بري په تمه راغلل خو د ناکامۍ په اور سوي له دې پاکې خاورې ووتل.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د څلویښتم لښکر قومندان باریس ګروموف و، چې په افغانستان کې دوه ځله د یاد لښکر د قومندان په توګه پاتې شوی دی، بالاخره په ۱۳۶۷ هـ ش کال دلوې میاشتې په شپږویشتمه د شورویانو د ورستي عسکر په حیث له افغانستان څخه ووت.
د شوروي اتحاد د پوځ په وتلو سره بیا په افغانستان کې موجود صورتحال حل نه شو، بلکې له هغه وروسته د ډاکټر نجیب الله د روس پلوه رژیم او د افغان مجاهدینو تر منځ جګړې روانې وې چې په نتیجه کې یې په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجیب الله رژیم سقوط وکړ او ډاکټر نجیب د ملګرو ملتونو په دفتر کې فنا واخېسته.
د نجیب رژیم له سقوط نه وروسته بیا هم د افغان مجاهدینو تر منځ یو ملي نظام حاکم نه شو او خپل منځي جګړې پیل شوې، چې په نتیجه کې د کابل د ښار نیمايي برخې نه زیاته ورانه او د کابل نږدې اویازره ښاریان ووژل شول.