په ږوب کي دعوامي نېشنل ګوندله خوامظاهره وسوه

په کراچۍ کي دپښتنودوژنوپه ضد دنوروپښتون مېشتوسيموپه څېردلته په ږوب کي هم يوه مظاهره يالاريون وسو . ددغه لاريون بلنه دعوامي نېشنل ګوند له خواورکړل سوې وه .
مظاهره چيانودښارپرواټونومارش وکړ،اودحکومت اومهاجرقامي غورځنګ يااېم کيواېم ګوندپه ضدئې شعارونه ورکړه .
دلاريون مشري دعوامي نېشنل ګوندکنوينررشيدسيال کاکړکوله .په سلګونه دګوندغړيواونوروخلګوپه لاريون کي برخه واخيسته .مظاهره چيانوته دويناپرمهال دګوندمشرانوګوندکنوينررشيدسيال کاکړ،محبوب الله ځلاند،جاول خان شېراني،بابراوعبدالستارمردانزي ووئيل چي هرڅوک داحق لري چي په کراچۍ کي ژوندتېرکړي اوکاراوکسب وکړي .
خودهندوستان دمهاجروتروريستي شبکه نه غواړي چي له دوي پرته دي کوم بل څوک په کراچۍ کي ژوند وکړي . ويناوالوپه کراچۍکي دپښتنووژنه په کلکوتورووغندله اوله دولت څخه ئې دمجرمانودنيولوغوښتنه وکړه .ديادولووړده، چي تېره ورځ دپښتونخوا ملتپال ګوندله خواهم دې ته ورته لاريون ترسره سو .
په کراچۍ کي په دې تېروپېښوکي ٣٧تنوخپل ژوندله لاسه ورکړ، چي زياتره پښتانه اودنېشنل عوامي ګوندغړي وو .
له دې جملې دوه تنه عجب خان مندوخېل اوکريم حريفال هم ووچي مړي ئې په ږوب کي خاوروته وسپارل سو .
رفيع الله مندوخېل، ږوب
rafiullah.mandokhil@gmail.com
Cell # : 00923003937628