دپاکستان فوځ اواستخباراتي ادارې د تروريستي شبکو ملاتړ کوي: پښتونخوا ملي عوامي ګوند

 
رفيع الله مندوخېل                
rafiullah.mandokhail@gmail.com
 
                         د پښتونخوا ملي عوامي ګوندله خوا په کراچۍ او د ايالت په بلوڅ مېشته سيمو کې د پښتنو د وژنو پر ضد په  ږوب کې لاريون وسو، چي په کې د ګوند په سلګونه غړيو ګډون درلود . لاريون کوونکو د ښار پر واټونو مارش وکړ او د ايالتي حکومت، اېم کيو اېم ګوند او تروريزم پر ضد يې شعارونه  ورکړه . له هغه وروسته په ظريف شهيدپارک کې يوه احتجاجي غونډه و سوه .
د يادې غونډې مشري دګونديو ځاي مشر مولوي سلطان خروټي کوله . له نوموړي سره پردريځ پخوانی سناتوررضامحمدرضا، عثمان خان کاکړ، عبيدالله بابت، عبدالقيوم ايډوکېټ او عبيدالله رښتيامل  هم ناست وو .


                    غونډه دقرآن کريم دڅومبارکوآياتونوپه تلاوت سره پيل سوه، چې وروسته  رضامحمدرضا، عبيدالله بابت،  عثمان خان کاکړ،  عبدالقيوم ايډوکېټ اومولوي سلطان خروټي په  خپلو وېناوو کـي د پښتنو وژنه په کلکو تورو وغندله او زياته يې کړه چې  په کراچۍ او بلوڅ مېشته سيمو کې د پښتنو وژنه  د اندېښنې وړ ده .  په کراچۍ کې ژبنۍ او په کوټه کې فرقه يزې وژنې روانې دي .  په  کراچۍ کې پراته شپېته لکه پښتانۀ  په ډېرو سختو شرايطو کې  د ژوند  ترخې شېبې تېروي . او د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی .  د فاشيسټ ګوند اېم کيو اېم چې ننګه او ملاتړ يې د پاکستان فوځ او استخباراتي ادارې کوي، له خوا په زرګونه پښتانۀ  وژل سوي دي  . ږوب، پښين او نورو سيمو ته  د بې ګناه پښتنو جنازې راروانې دي . اېم کيواېم ګوند دي بايد له حکومت څخه ګوښه کړل سي، څو په کراچۍ کې ترهګرۍ ته د پای ټکی کښېښودل سي .


                     په جنوبي پښتونخوا کې پراته پنځوس لکه پښتانۀ هم له ورته ستونزې سره لاس و ګرېوان دي . په ايالت کې دناامنۍ ټغرخوردی .  دايالت  د مشروزير او ايالتي وکيلان دغلوملګري دي .  په ايالت کې د بلوڅانو او ملايانو په حکومت کې په رڼا ورځ  په کوټه کې هزاره توکمه شيعه مسلمانان وژل کېږي، د پيسو لپاره سړي تښتول کېږي او د ايالت په بلوڅ مېشته سيمو  کې  د بې ګناه پښتنو د هدفي وژنو لړۍ لا هم دوام لري .   اودايالت په شتمنيواوبوديجه کي په سلوکي اتيابرخه بلوڅوغصب کړې ده .


                    نن بلوڅان وايي، چې پښتانۀ  دي يا خو خيبرپښتونخوا او يا هم افغانستان ته کډه سي، بلوڅان موږ له راغلي  او په موږ ګډ سوي دي، دا سيمه  د افغانستان برخه پاته سوې ده . دا وطن زموږ دی، بلوڅان که نه دي خوشاله ولاړ دي سي . ويناوالو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له بولانه  تر چتراله دي پښتنو ته ځانګړی ايالت  ورکړل سي .

                        ويناوالوزياته کړه چې  فرنګي پښتانۀ دبرټش بلوچستان، نارته وېسټ فرنټئيرپراونس، قبايل، فاټا اونورونومونوووېشل .  دفرنګي استعمارپه ضدترټولوکلکه مبارزه پښتون اوافغان ملت کړې ده .  د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي او دده  د ملګرو زندانونه  تېر کړه او سختۍ يې وګاللې .


دخپلواكۍ له غورځنګ سره د لاس يوكولو په نتيجه كې فرنګی  له هند او له مستعمره پښتون افغان خاورې څخه ايستلو ته اړسو . خودفرنګي له وتلو وروسته پنجابی دوطن دسرواوسپينوخاوند سو . 
پاکستان چي نن له کوموستونزوسره مخ دی، دادکودتا، فوځي اواستعماري قوتونواواستخباراتي ادارودتګلارې پايله ده . چې  پاکستان يې له مذهبي تندروۍ ، ناامنۍ اوتروريزم سره مخ کړی دی
او په کي ترټولوزيات پښتونخواوطن زيان من سوی دی .
                   دوي زياته کړه، چې مونږدهرډول ترورېزم  په کلکه غندنه کړې ده . مونږدامن، پرمختګ اوسوکالی  غوښتونکي يو .  ټول سياسي ګوندونه بايددامن ، سولې اوکرارۍ په راوستلوکي سره يوموټي سي اولاسونه  دي سره ورکړي .  دپاکستان مذهبي ګوندونه په افغانستان کي دجهادپه نامه اورته لمن وهي، خوپه پاکستان کې ستونزې دخبرواترواوپارليمان له لارې هوارول غواړي .
                        ويناوالو غوښتنه وکړه، چې له بولانه ترچتراله دي دپښتونخواپه نامه صوبه ياايالت جوړسي، د پښتون قام پر شتمنيو باندې دي د پښتون اولس حق ومنل سي، له چشمه بيا تر ږوبه دي دبرېښنا لاين وغځول سي او په ايالت کې دي د پښتنون بلوڅ د برابرۍ اصول ومنل سي او د ژوند په هره برخه کې دي  پښتنو ته برابر حق ورکړل سي .
                      ويناوالو د سنا د پخواني غړي عبدالرحيم مندوخېل، د ارواښاد سائين کمال خان شېراني او ارواښاد حاجي حکيم خان مندوخېل د پښتانه وطن لپاره هڅې په زرينو تورو وستائيلې .