
د ژمي په موسوم کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جنګېدونکو وسله والو مخالفینو ډېره برخه پاکستان ته ګډې باروي او د هوا په تودېدو سره بېرته د افغانستان جګړې د تودې ساتلو لپآره راستنیږي، خو روان کال د تیرونو کلونو په پرتله افغان ځواکونو په ګڼو ولایتونو کې د دښمن مورچلې او د فعالیت ساحې د ځمکې له لارې نښه کړې.
ولسمشر محمد اشرف غني هم ظاهر د طالبانو پر وړاندې دریځ سخت کړ، او ټینګار يي کړی چې له دې وروسته به؛ هغه څوک چې سوله نه مني او د ښځو او ماشومانو په ګډون د عامو خلکو د وژنو مسوولیت پر غاړه اخلي، د سولې دروازې يي پرمخ تړل کیږي او دوی به د افغان امنیتي ځواکونو لخوا وژل کیږي.
د همدې کال په لړ کې جمهور رئیس غني د جګړې په ډګر کې د طالبانو او ترهګرو پرضد د کومانډو ځواکونو اغیزمنتیا ته په کتو د دوی کمیت له فرقې څخه قول اردو ته اوچت کړ او هیله يي څرګنده کړه چې دا ځوکونه به وروسته له دې وکولای شي د افغانستان په هره برخه کې د دښمن د نابودی ته ودانګي.
جمهور رئیس غني د پوځ د نسلي تغییر او تشکیلاتي سمون په موخه د یوه حکم پر بنسټ ۱۶۴ تنه جنرالان تقاعد ته سوق كړل. دې چارې ځوانو کدرونو ته چې د نړیوالو هېوادونو په مرسته او همکارۍ په معتبرو کورنیو او نړیوالو پوځي اکادمیو کې زده کړې کړې، د پوځي د متقاعدو افسرانو ځای ناستي او د پوڅ د لیکو د غښتلیا لامل شي.
په همدې کال کې د امریکا متحدو ایالتونو په مالي مرسته او همکارۍ د افغان هوايي پوځ لیکو ته نوې بلک هاک هېلوکوپترې شاملې کړای شوې، چې دا کولای شي د جګړۍ لومړۍ کرښې ته پر وخت اکملات وکړي او له هوا څخه د دښمن پټنځایونه په نښه کړي. ټاکل شوې په راتلونکو کلونو کې د چمتو شوي پلان له مخې لسګونه دا ډول څرخې الوتکې د افغان هوايي ځواک په واک کې ورکړل شي.
له بلې خوا، هغه څه چې په راتلونکي کال کې د جګړې موسم په رارسېدو سره د ترهګریزو شبکو پر وړاندې د افغان ځواکونو د بري چانس ډېروې دا دي چې د روان کال په لړ کې د افغانستان لپآره د سپینې ماڼې نوې امنیتي ستراتیژي اعلان شوه. په دې ستراتیژۍ کې د ترهګریزو شبکو د ځپلو لپاره روښانه اهداف ټاکل شوي.
د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ کې ټینګار شوی له دې وروسته به د امريکا افغان تگلاره پر مهالوېش نه وي ولاړه او د سرتېرو د شمېر په تړاو به پرېکړې امنيتي حالاتو ته په کتو کېږي. د امریکا ولسمشر ډونال ټرمپ د امنیتي ستراتیژۍ د اعلان پرمهال په ټینګار سره وویل چې، په بېړه د ځواکونو ايستنې هغه تېروتنه په افغانستان کې نه تکراروي چې په عراق کې شوې وه.
پاکستان چې په افغانستان کې د جنګېدونکو اورپکو د تمویل، پټنځای او رونې مرکز پېژندل شوی اوس د امریکا تر سختو نیوکو لاندې راغلی. ټرامپ د پاکستان پر وړاندې په خپل تازه دریځ کې دغه هېواد ته گوتڅنډنه وکړه چې امريکا نور په دغه هېواد کې د ترهگرو پټنځي نه شي زغملای او دا حالت بايد سملاسي بدلون ومومي.
راتلونکی کال د هوا په تودېدو او له پاکستان څخه د اورپکو په را اوښتو سره ښايي افغانستان یو وار بیا د یوې بلې سختې جګړییزې څپې لیدونکي وي خو هیله شته چې د اورپکو پر وړاندې د نړیوالو د نوي دریځ او د حکومت جدیت ته په کتو سره راتلونکی کې به جګړه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګټه تمامیږي او طالبان او داسې نورې ترهګریزې شبکې به له ماتې سره مخامخ شي.