د پاکستان حکومت ورځ تر بلې خپل قوت له لاسه ورکوي

دا ښکاره ده چې د پاکستان استخباراتي شبکه په بشپړه توګه د نوموړي هیواد د اردو ژبي ولس په واک کې ده او ددې ډلې کلیدي غړي ټول پنجابیان دي او په ټوله مانا دا شبکه د پنجاب سیمې د بهبود او د امنیت لپاره کار کوي او هر کله چې په دې پوه شي چې د کوزې پښتونخوا په پښتنو کې داسې څوک راپورته شو چې ددې بیچاره ولس غږ پورته کړي دوی یې هر څه ژر د ورکیدو هڅه کوي او لمنځه یې وړي.
 
ددې استخباراتي ډلې ټولو شومو پلانونو ته د پښتنو په سیمه کې عملي جامه وراغوستل کیږي، او څومره پیسې چې یې هم د نړیوالو څخه د ترهګرۍ د ختمولو په نوم اخستې د شمالي وزیرستان په سیمه کې به یې عام ولس بمبارول او د ترهګرو نوم به یې ورکاوه چې اوس یې هم ځینې بیلګې د افغانستان په خوست ولایت کې لرو چې وزیرستاني ګډوال په خوست کې میشت دي او ددې له امله خپلو سیمو ته نشي ګرځیدلی چې د پاکستان فوج یې ژوند نور هم ورته خرابوي.
 
راځو اصلي نقطې ته، د پاکستان استخباراتي ډلې هڅه کړې تر څو ټول هغه پښتانه لمنځه یوسي چې د نورو پښتنو غږ یې پورته کړی، دې استخباراتي ډلې تر زرو زیات هغه قومي مخور وژلي او تري تم کړي چې هڅه یې کوله پښتنو ته خپل اصلي حقوق ور وښايي خو تاسې ولیدل چې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج وشو، او په زرګونو پښتنو د خپل حق غوښتلو نارې وهلې ایا دلته د پاکستان استخبارات نه وو خبر او که خبر وو ولی یې شاوخوا لس ورځې یاد لاریون دوام ترې وکړ؟

ددې سره سره چې د ISI له لوري رسنیو ته هم اجازه نه وه او بار بار یې مشران ګواښل شوي هم دي، مګر بیا هم پښتانه وتوانیدل چې خپل ټول شرایط د نوموړي هیواد پر حکومت ومني او لاریونوال تر هغې پاتې شول تر کومې چې یې غوښتل او په داسې حال کې چې نه څوک بندي شول او نه هم د چا پوزه په کې وینې شوه نو دا ددې ښکارندويي کوي چې ددې هیواد استخبارات تر پخوا ډیر کمزوري شوي دي او دوي په دې پوه وو چې که چیرته ددې خلکو په وړاندې توند چلند وکړي د ټول هیواد بڼه به بدله شي.
بله دا چې داسې لاریون او په دې ډول غږ پورته کول د کوزې پښتونخوا د ډیرو سترو قومي مشرانو هیله وه خو هغوي یو هم ونه توانیدل چې خپل هدف ته وره سیږي مګر تاسې ولیدل چې دا لاریون د هیڅ مشخص شخص له لوري نه وو او ټول پښتانه په کې په یو اتفاق راټول وو او هر چا د زړه له کومې دا منلې وه چې تر هغې به دې لاریون ته دوام ورکوي تر هغې چې یې خپل حق نه وي ترلاسه کړی.

تاسې ته بهتره معلومه ده چې کوم حرکت کوم مشخص شخص له لوري پر مخ وړل کیږي په هغه کې فرمایشي خلک ګډون کوي او همغه شخص د رضایت په شتون کې بیرته ختمیږي، مګر که چیرته په یوه ټولنه کې مجموعي ولس په فردي لهاظ په دې پوه شي چې زما سره ظلم کیږي او خپل حق غوښتلو ته راووځي دا زما په آند تر دا لومړي یو ډیر بهتر وي، چې ښه بیلګه یې همدا لاریون یادولای شو.

اوس ددې ستخباراتي ډلې واک تر پخوا زیات کم شوی او نوموړې ډله کمزورې شوې ما خو لا هلته دا فکر درلود چې کله په پاکستان کې د تهریک لبیک یا رسول الله ډلې له لوري ستر ستر لاریونونه وشول او هلته هم ددې هیواد حکومت په رسنیو بندیز لګولی وو چې بیا د هغوي سره یې هم ټول شرایط ومنل شول او د هغوي لاریونونو پای وموند.