ابوبکر البغدادي اوس دا وړتيا نه لري، چې  د داعش ورځني عمليات رهبري کړي

روهي (دوه نۍ/۲۳ د سلواغې)، امريکايي چارواکو د سي اِن اِن سره په خبرو کې ويلي، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي تېر زېږديز کال په مې مياشت کې، د يو هوايي بريد په ترڅ سخت ټپي شوی، اوس د داعش ډلې د ورځنيو عملياتو د رهبرۍ کولو وړتيا نه لري.

امريکايي چارواکي ادعا کوي، چې ابوبکر البغدادي ، تېر کال د سوريې درقه ښار ته نېږدي په يو هوايي بريد کې داسې ټپي شوی، چې اوس مهال نشي کولي د ورځنيو جنګي عملياتو مشرۍ په غاړه واخلي. دغه امريکايي چارواکي وايي، که څه هم د بغدادي ټپونه دومره ژور هم نه دي، چې د نوموړي ژوند وګواښي، خو په ورځني ماموريت کې يې له کاره غورځولی دی.

امريکايي چارواکي د بريد د کره نېټې په اړه مالومات نه لري او دا هم نه ده څرکنده، چې بغدادي د امريکا او که د روسيې په هوايي بريد کې ټپي شوی دی.

د داعش ډلې مشر بغدادي يوازې په ۲۰۱۴ کال کې په عام ډګر کې خبرې کړي او وېډيو يې په رسنيو خپره شوي، له ۲۰۱۴ وروسته داعش ډله د بغدادي په نوم غږيز پيغامونه خپروي، خو تر اوسه مالومه نه ده، چې نوموړی ژوندی دی او که وژل شوی دی.