
په دوه زره لومړي کال کې له کله چې د ناټو غړو هېوادونو په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ ټغر ټول کړ، د افغانستان پوځ هېڅ ډول رسمي تشکیلات او پوځي تاسیسات نه درلود. هغه مهال افغانانو د امریکا او ناټو امنیتي سازمان په مټ د پوځ د جوړلو لپاره په مخ کې ستوغ او پېچلی سفر په مخ کې درلود چې هر څه له ټکي پيل کړي. اوس افغانستان د سیمي په کچه غښتلي او په جګړو کې را لویه شوې داسې ځواکمنه اردو لري چې په هر ډول شرایطو کې د دښمن پر وړاندې د جګړې او مخامخ کېدو توان لري.
افغانستان د نړۍ په کچه ښايي یوازنی هېواد وي چې د پوځ په لیکو کې يي افرادو او اشخاصو ته د وړتیاوو او تخصص په بربنسټ نه بلکې د شخصي اړیکو او سیاسي نفوذ په اساس پوځي لوړوې پوځي رتبې ورکړل شوې وي. داسې اشخاصو او افرادو چې هېڅ ډول پوځي او نظامي پوهاوی يي نه درلود او په لوړو پوځي پوستونو یي خېټه اچولې وه د پوځ عمل پڅ او مسلکي توب يي تر پوښتنې لاندې را وستلی و. همدې چارې د پوځ پر لیکو د پخوانیو جنګي تنظیمونو مشرانو د نفوذ اغیز ته هم زمینه برابره کړې وه.
افغان پوځ اوس د ورځې پر پوځي ټکنالوژۍ سنمبال شوی، او ډير لږ له پخوانیو وسله او جګړییزو تجهیزاتو کار اخیستل کیږي. له شپنیو پوځي وسلو او تجهیزاتو نیولې تر جګړییزو او ترانسپورټي الوتکو ټول په اوسني تخنیک سنمبال شوي. د دې جکړییزو تجهیزاتو او نویو جګړییزو تاکتیکونو لپاره افغان پوځ نسلي او تشکیلاتي بدلون ته اړتیا لري. جمهور رئیس محمد اشرف غني د پوځ له یوې هر اړخیزې څېړنې وروسته د پوڅ په لیکو کې د کمزورتیا ټکي پیدا او د حل لپاره يي تدابیر تر لاس لاندې ونیول. یو تر ټولو اساسي او حیاتي اقدام يي دا و چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې يي د فساد پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړ او په دې لړ کې يي لسګونه جنرالان او لوړ رتبه پوځي افسرانو د بډې او فساد په تور محاکمه او زندان ته واستول.
د موندنو پر بنسټ د افغان پوځ په لیکو کې ډيری برخه جنرالان؛ هغه پخواني تنظیمي قوماندانان دي چې د پخواني شوروي په مقابل کې جنګېدلي او له اوسنۍ ټکنالوژۍ او مسلکي پوځي تعلیماتو او زده کړو بې خبره دي. دغه ډول افسران او جنرالان چې د جګړې لیکې يي رهبري کولې، د پوځ په لیکو کې د سرتیرو د مرګ ژوبلې دلیل هم کېدل.
جمهور رئیس غني د پوځ د نسلي تغییر او تشکیلاتي سمون په موخه د یوه حکم پر بنسټ ۱۶۴ تنه جنرالان تقاعد ته سوق كړل. دې چارې ځوانو کدرونو ته چې د نړیوالو هېوادونو په مرسته او همکارۍ په معتبرو کورنیو او نړیوالو پوځي اکادمیو کې زده کړې کړې، د پوځي د متقاعدو افسرانو ځای ناستي او د پوڅ د لیکو د غښتلیا لامل شي. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې شااوخوا پنځه زره هغه ځوان افسران چې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر یې لوړې زده کړې کړې د تقاعد کېدونکو افسرانو ځای ډکوي. په دې سره به د پوځ د مسلکي کېدو، نسلي او تشکیلاتي سمون په موخه، وړ او مسلکي افسرانو ته د جګړې د رهبرۍ مسوولیت ور تر غاړې شي.