
په سیمه کې جنګ جګړو او د څرګندو کړیو لاسوهنو، د خلکو په فرهنګ او ټولنیز ژوند ډيره بده اغیزه کړي. ډيري فرهنګپالي او انسان پالي پرګنې یي، نړیوالو ته په ډيره زیږه او بدرنګه بڼه ورپيژندلي دي. خو په کابل او اسلام اباد کې د سیمې د یو شمیر جګړي زپلو پرګنو سوله ایزو وروستیو غبرګونونو وښودله چې، دا جګړه مار او دهغې ملاتړي دي چې، ان تاریخ لرونکې لوي پرګنې هم په بدل ډول معرفي کوي.
جګړه نه یوازي مادي شتمني له منځه وړي بلکه د ټولني معنوي او فرهنګي ارزښتونه هم نابودوي. خلکو په سیمه کې د جګړي ترخه مزه لیدلي، له دي کبله خپله بریا اوس په سوله ایزو غبرګونونو او خوځښتونو کې لټوي. هغه پرګني چې په خپلو منځوکې ټولنیز ، سیاسي او فرهنګي اختلافونه لري، بیلا بیلو بنسټونو کې په فعالیتونو بوخت دي، جلا جلا مشران لري او په جګړو کې یي ډيرئ د سر خلک له لاسه ورکړي، خو بیا هم په سوله ایزه توګه د غوښتنو د یوي واحدي اجندا له پاره تر شنه اسمان لاندي په سړو او ستونزو کې، ورځې او اونی تیروي، دا ریښتیا په ډاګه کوي چې په سیمه کې د جګړي ، ترهګری ، د هغوي د مخته وړونکو او ملاتړو په وړاندي د سیمي د خلکو کرکه ډيره زیاته شوي ده. د اسلام اباد او کابل سترو غوندو وښودله چې له دي وروسته په هیڅ بهانه حکومتونه او څرګندي کړی نه شي کولی د زیاتې مودي له پاره یو شمیر پرګنې د جګړي د ډګر بندیوان پاتې کړي او د هغوي په سینه خپل جنګي افزار او مفرزي د جګړي تودو ډګرونو ته ورسوي.
سوله ایزو غبرګونونو د دي فرصت برابر کړ چې د خلکو بیلابیلي پرګني په خپلو کې د ستونزو په رابرسیره کولو او د هغوي د بیخې له منځه وړلو په اړه یو بل ته غوږ نږدي کړي او سلا مشوري وکړي. نو ځکه له اسلام اباد څخه د پښتنو د ژغورني د جرګي د غړو د خپریدو څخه وروسته په سیمه کې د ترهګری سره د مخالفت او د هغې د پوره له منځه تللو اواز لا زیات اوچت شو. په سیمه کې سوله ایزو غبرګون ښودنو زور اخستی افغانان او د سیمي نوري جګړه زپلي پرګني باید له موقې نه په ګټه اخستنې، د همدي فعالیتونو په لړ کې نړی ته د خپلي انساني څيري د ورښوولو او د خپلو رنګارنګ دوښمنانو د ورپيژندلو اړوند، کوټلي ګامونه پورته کړي.