
په دي ورځو کې ډيرئ هغه افغانان چې د ګوندي سیاست سره سر و کار لري، د یوي غوره هیلي په توګه، د ډموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو تر منځ د یووالي اړوند تودي او ژوري څرګندونې کوي. هغوي له خپلو تجربو، په سیاسي مبارزه کې د یووالي د خوشالونکو بریاؤ او زړه ماتونکو ناکامیو په هکله په زړه پوري او کمیابه مالومات وړاندي کوي.
له دي جملي یو شمیر د ګوندونو تر منځ د یووالي د ماتیدو لوي لامل، له اصولو او معیارونو څخه د یو ځاي شوي خواؤ، سر غړول بولي. هغوي وایي د سیاسي هېواد پالو ګوندونو تر منځ پایښت نه لرونکو وحدتونو، د افغانستان وطنې غورځنګ ودي او اعتبار ته ستر زیان رسولی دی. هغوي زیاتوي چې په هېواد کې د جنګسالارانو د اوسنې غوبل او د افغانستان د هر اړخیزي ودي او پرمختګ په وړاندي د نړیوالي ټولني د بې پروایۍ لوي لامل، د هېواني غورځنګ کمزورتیا او مړ - ژوندي حالت دی. دغه مرګونې شیبې په وطنوالو ژوند تنور کړی او نړیوالو استخباراتي لوبو ته یې د افغان په خاوره په لوي لاس د سیالۍ ډګر جوړ کړی دی.
زیات لیکونکي او نظر ورکوونکي، د هېواد ډموکراټيکو او وطنپالونکو ګوندونو ته مشوره ورکوي، چې په خپلو کې د ډاډمنو وحدتونو د کولو په لور مخه کړي. دوي له یاد شوي ګوندونو غواړي چې د معاصرې ډموکراسۍ په شرایطو کې په داسې ډموکراټيکو ټاکنو تکیه وکړي، چې اساس یې له لاندې څخه پورته ته د ټولو ګوندي ارګانونو او د مشرتابه د غړو انتخاب وي. ډيری مشوره ورکوونکې په دي عقیده دي، چې د یو شمیر ګوندونو بدنې هغو ناوړه تیریدنو او مصلحتونو کمزوري کړي دي، چې د ګوندي ژوندنه او ډيموکراسۍ سره هیڅ اړخ نه لګوي. هغوي همدارنګه دي ټکې ته ګوته نیسي، چې د ګوندي ټاکنو له صندوق څخه ویره او په ډيرو زړو میتودونو د ډموکراټيکو ګوندونو فعالیتونو ته لوری ورکول، له یوي خوا ګوندونه کمزوري کوي او له بلي خوا د وحدت او یووالي په بهیر کې د شاملو ګوندونو تر منځ باور ته نه جبیره کیدونکی زیان رسوي. هغوي یو بل ټکې ته زموږ پاملرنه را اړوي، چې د رسنیو او مالوماتي تکنالوژۍ د انکشاف په اوسني عصر کې به ګوندونو ته دا ګرانه وي، چې هغه څه د ګوندي غړو د پاملرنې له دایري بل خوا ته کړي چې د ګوندي یو شمیر کړیو په تاوان وي. په پایله کې هغوي په دي باور دی چې: د هېوادنیو ګوندونو له خوا په ګوندي ژوندنه کې پورتنیو او ورته نورو ټکو ته هر اړخیزه پاملرنه غوره هیله ده.