
افغانستان هغه هېواد دی، چې مختلف قومونه او د بیلابیلو افکارو خلک پکې ژوند کوي، د یو شمېر اوسیدونکو ترمنځ یې د سیاسي او ټولنیزو چارو په برخه کې متفاوت نظریات موجود دي، خو دا په دومره کچه نه دي، چې خدای مه کړه زموږ ملي وحدت ته دې پکې زیان پېښ وي.
یو شمېر خودغرضه اشخاصو او ډلو په تېرو وختونو کې په مختلفو نومونو هڅې کړې دي، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره د پریدو په دستور په یو نه یو ډول د افغانانو ترمنځ ملي وحدت ته زیان پېښ کړي، خو خوشبختانه هغوی په دې ناروا کار کې ناکام شوې دي او دلته اوسیدونکو قومونو هغه وحدت څرګند کړی دی، چې د پیړیو راهیسې یې مشرانو د افغان تر نوم لاندې د وروڼو غوندې ژوند کړی دی.
زموږ مشرانو په شریکه د هېواد له عرضي تمامیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې په یوه غږ او یوه سنګر کې دفاع او ساتنه کړې.
د افغانستان اوسیدونکي چې له مختلفو قومونو څخه ترکیب دي، هیڅ وخت یې د ځمکې او قدرت پر سر په خپلو کې جګړې نه دې کړي، که د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو جنګونو ته پام وکړو، هغه قومي نه وو، بلکې د تنظیمونو ترمنځ د قدرت پر سر جګړې وې.
هېواد کې به داسې ولایت پیدا نه شي، چې هلته د مختلفو قومونو، ولایتونو او ژبو خلک استوګنه و نه لري او هیڅ یوه د بل پر وړاندې د کمترۍ یا پردیتوب احساس نه دی کړی.
د افغانستان په جغرافیه کې خلک د یوه واحد دین پیروان دي، مسجدونه مو شریک دي، داسې هدیرې به پیدا نه شي، چې د مختلفو قومونو مړي پکې خښ کړل شوې نه وي، موږ د پلارونو او نیکونو له وختونو په دې وطن کې د یوه واحد وجود په توګه د وروڼو غوندې ژوند کړی دی.
په وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر تش په نوم سیاسیون او قومي ټیکادران پیدا شوې دي، چې په بیلابیلو وختونو کې په مختلفو نومونو د افغانانو ترمنځ د قوم، ژبې او سمت په نوم تبعض ته لمن وهي، چې په دې توګه شخصي ګټې پالي او دغه راز خپل پردی بادار خوشالوي.
یو هم د افغان کلمه ده، چې په افغانستان کې په ټولو اوسیدونکو اطلاق کیږي او په دې اړه یې د افغانستان اساسي قانون څلورمه ماده په څلورم بند کې وایی: د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كيږي. خو یو شمېر بې ضمیره او خرڅ شوې تش په نوم افغانان دا کلمه یوازې یوه قوم ته مخاطبوي، چې دا کاملآ نه سمه ده او تر شا یې د پردیو شررت او پلان دی، چې د خلکو په منځ کې قومي نفاق رامنځته کړي، دلته کلونو د افغان تر کلمې لاندې میشتو قومونو ژوند کړی دی.
د دې ترڅنګ یو شمېر سیاسيون چې هغوی تل قومي ټیکادران او سوداګر پاتې شوې دي، ځینې وختونه په سیاسي او ټولنیزو برخو کې قومي مسایلو ته لمن وي او په دې توګه د امتیاز ترلاسه کولو هڅه کوي او په تېر کې پرې ډېر امتیازات هم اخیستې دي.
د افغانستان په حکومتي جوړښت کې د مختلفو قومونو او ژبو خلک په مختلفو کچو دندې او مسؤلیتونه لري او تر ډېره حکومت ملي وحدت ساتلی دی او د وروڼو او قومونو ترمنځ یې تبیضي چلند نه دی کړی.
که څه حکومت به په ځينو برخو کې ستوونزې ولري، لکه په اقتصادي او رغاینزو برخه کې د هېواد د ځینو سیمو ونډه کمه ده او کم کار ورته شوی دی، خو زما باور دا کار به په قصدي او شعوري ډول نه وي ترسره شوی ، بلکې لومړیتونه به په ګوته شوي وي او بل د حکومت تش لاس او د هغسې امکاناتو نه شتون بلل کیدای شي، چې په لنډه موده کې په ټول هېواد کې یو ډول پروژې عملي کیدلی نه شي، اول به لومړیتوبونه په ګوته کیږي او بیا به په ټولو سیمو کې د هغو په اساسي او لومړنیو غوښتنو د ابادۍ پروژې عملي کیږي.
د افغانستان پیاوړو خلکو او حکومت ته یو لړ وړاندیزونه لرم، چې په هغې سره به موږ وکولی شو، په هېواد کې ملي وحدت د تل په څېر ټینګ او غښتلی وساتو.
خلکو ته:۱ د مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او ولایتونو درنو اوسیدونکو، لکه څنګه چې زموږ او ستاسې پلارونو او نیکونو په ډېرې مینې او ورورۍ کې ژوند کړی او دا هېواد یې په میراث پریښې ده، موږ او تاسې ته په کار ده، چې د هغوی په قدمونو قدم کیږدو، یوه او بل قوم، مذهب، ژبې ته درناوی وساتو او د وروڼو غوندې ژوند وکړو.
۲ دا هېواد په تاریخ کې له ډېرو دښمنانو سره مخ شوی دی، زموږ او ستاسې پلارونو او نیکو په یوه غږ هغوی ته سخت ځوابونه ورکړې دي او موږ او تاسې ته یې دا خاوره ساتلې ده.
اوس هم افغانستان په سیمه او نړۍ کې دښمنان لري او بیلابیلو اشکالو سره زموږ د خاوري عرضي تمامیت ته زیان رسوي، په یوه غږ او یو موټي ډول یې باید پر وړاندې ودریږو او وجنګیږو، د وطن له لوېشت لوېشت خاورې دفاع او ساتنه وکړ، څو هغوی خپلو شومو هدفونو ته ونه رسیږي.
۳ په افغانستان کې یو شمېر سیاسي اشخاص او قومي ټیکاداران د خپل پردیو بادارانو په غوښتنه کې سیاسي کش مکشونه، معاملې کوي او په مختلفو نومونو قومي او ژبني تبیعض ته لمن وهي او په دې توګه غواړي، په هېواد کې ملي وحدت ته صدمه ورسوي، خو هیڅوګ باید له تفقیق او پوره فکر پرته د هغوی په نه سمو او له تعصب ډکو حرکتونو او څرګندونه ننګه ونه کړئ، چې په دې توګه به خپل ملي وحدت ټینګ ساتلی وي او هیڅوګ به په موږ او دې خاوری بری نه ترلاسه کوي.
په پای کې حکومت ته هم ځینې وړاندیزونه لرم: ۱ حکومت باید لکه څنګه یې چې له نوم څرګندیږي د ملي یووالي حکومت باید وحدت ته ژمن پاتې شي، له تبعیض پرته دې ټولو وروڼو قومونو ته په یوه سترګه وکتل شي، په مساویانه ډول دي په ټولو زونو او ولایتونو کې اقتصادي پروژې عملي شي او ټولنیز عدالت دې رامنځته شي او خلکو ته دې خپل حقوق ورکړل شي.
یو شمېر سیاسي اشخاص په دولت کې دننه او له دولته بهر په ښکاره د افغانستان ملي ګټو او ملي وحدت ضد حرکتونه او څرګندونې کوي، د هغوی پر وړاندې حکومت کوټلي ګامونه واخلي او قانوني چلند دې ورسره وشي.
حکومت مکلف دی، چې خلکو ته او په ځانګړي توګه لوستو کسانو ته د کار کولو مناسب فرصتونه برابر کړي، په زیربیناوو دې کار وشي او په ستر اقتصادي پروژو دې عملي شي او په داسې لارو چارو دې فکر وشي، چې هم د هېواد ته اقتصادي وي او هم کارګران او لوستي کسان په شعل او کار مصروف شوې وي او خپلو کورنیو ته یوه ګولۍ حلال ډوډۍ وګټي.
په هېواد کې د تلپاتې سولې، یوه پرمختللي، خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په هیله.