په پاکستان کې له قبایلي سیمو سره پاکستان کلونه زیاتی وکړو او دغه سیمې خلک یې په هر لحاظ وروسته پاتې وساتل، پښتانو تل په محکومیت کې ژوند کړی او پاکستان په قبایلو سیمو خلکو هغه څه کړې دي، چې زړه یې غوښتل او د تل یې د خپل هېواد د ګټو ساتنه پرې کړې.
قبایل دومره محکوم ساتل شوې دي، که یې د ځان پوښتنې کړې، غږ یې په ستوني کې خپک کړای شوی، که ظلم او هر بد ورسره کیدل، پرې چپ پاتې شوې او که به چا غږ پورته کولو هڅه وکړه، نو وژل کیدل او ډېر یې تري تم شول.
د پاکستان پوځ او استخباراتو له لوري قبایلي خلک په زیات تعداد کې ووژل شول او ډېر نور یې ترتم شول، که هر څومره یې پر وړاندې ظلم وشو او وځپل شول، خو دغه قوم ویده و او تل چپ پاتې شوی.
په وروستیو کې د قبایلي ځوان نقیب الله مسعود وژل کیدو دغه ویده او محکوم قوم راویښ کړو او د پنجاب څخه یې د عدالت لپاره نعاره پورته کړه، اوس چې د قبایلي سیمو زرګونه خودجوشه پښتانه په اسلام کې راټول شوې دي، د حق غوښتنه کوي او د انقلاب په نعارو سره غواړي ثابته کړي، چې دوی نور ستړې شوې دي او ازادي غواړي، هغه ازادي چې دوی کلونه ورته انتظار ویستو او د ځان پر وړاندې ډېر زیاتی یې ومانه.
په ۷۰ کلونو کې دا لومړی ځل بلل کیږي، چې قبایل او په پاکستان کې محکوم پښتانه په یوه ستر لاریون کې د خپل قوم د ازادۍ او مبارزې لپاره راوتلې دي، په پاکستان کې پښتانه بې هویته شوې و، خو اوس به دغه خودجوشه حرکت انقلاب راولي او د لر او بر یو افغان ستر ارمان پوره کیدو ته هیلې پیدا شوې دي.
په تېرو پنځلس کلونو کې لسګونه ځلې د پاکستان پوځ له لوري په قبایلي سیمو پوځي عملیات ترسره شوې دي، چې څلور یې لوی عملیاتونه بلل کیږي او وروستي عملیات یې څو کاله مخکې د ضرب غصب عملیات و، چې قبایل پکې سخت وځپل شول، ډېر یې بې ګناه په خپلو کورونو کې ووژل شول ، کورونه یې ور ویجاړ او په کنډولو وربدل کړل او لسګونه زره کورنۍ چې له څلورو میلیونه ډېر قبایلي پښتانه کیږي له خپل مینو یې بې ځایه کړل، نورو ځایونه او یوې برخې یې پولې دغه غاړې خوست او پکتیکا ولایتونو ته بې ځایه شول.
دا ځل په اسلام اباد کې دعدالت تر نعاري لاندې راپورته شوي خلک په واقعي توګه د انقلاب هیلې راژوندۍ کړې دي، هغوی دا ځل د لر او بر یو افغان او انقلابونه شعارونه ورکوي، چې دا خپله پاکستان ته ښکاره پیغام دی، چې نور نو محکوم پښتانه ازادي اعلانوي او هغه ستر ارمان په پوره کیدو دی، چې ډیورنډ کرغیړنې کرښه له منځه ولاړه شي او پښتانه بیا یو ځای شي او یو وجود غوندې ژوند وکړي.
پاکستان تل د کرښې دواړو غاړو ته د پښتانو لپاره ځپوونکي پالیسۍ عملي کړې دي، اوس وخت د دې راغلی دی، چې ډېر ژر به له پنچاپیانو سره د ذرې ذزې حساب او کتاب کیږي. د خیبر پښتونخوا یوه ملتپال مشر دا څرګندونې، چې له نجیبه تر نقیبه به حساب کوي، دا ښکاره کوي چې اوس نو پاکستان سره د کړو ظلمونه دحساب کتاب وخت رارسیدلی دی.
پاکستان چې په سیمه کې یو ترهګریز هېواد دی، له خپل ګاونډیانو سره ترینګلې اړیکې لري، تل د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې یې د جګړو او شیطانیت تیورۍ عملي کړې او په تېرو څلوېښتو کلونو کې دغه هېواد د افغانستان په جګړو او د دې هېواد په ویجاړۍ کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ونډه اخیستې ده.
په پاکستان کې د محکومو پښتانو خودجوشه حرکت به انشاالله انقلاب رامنځته کوي، خو هیله ده، چې دغه حرکت همداسې خودجوشه پاتې شي او د یو شمېر سیاسي ډلو له مداخلو وساتل شي، خدای مه کړه، هغوی دغه سپیڅلی حرکت کې درزونه رامنځته نه کړي او له خپلو غوښتنو یې را ونه ګرځوي.
افغانستان حکومت او خلکو ته دا یو ستر چانس دی، چې د قبایلو پښتانو د پیل کړې مبارزې ترڅنګ ودریږي او موږ هر یوه افغان ته په کار ده، چې په ټولنیزه میډیا کې د دې انقلابي حرکت سره یو ځای شو او که خدای دا ستر انقلاب بریالی کړو، نو موږ به هغه ستر ارمان ته ورسیږو، چې کلونه راهیسې لرو او هغه د ډیورنډ کرغیړنې فرضي کرښې له منځه وړل دي، هغه کرښه چې له موږه یې د وجود یوه برخه غړي او خاوره جدا کړې ده.
پاکستاني واکمنانو تل په سیمه کې ترهګري او دهشتګري خپره کړې ده او د لسګونه تروریستي ډلو په شتون کې یې د خپل هېواد ګټې خوندي کړې دي، خو نور وخت بدلیدونکی دی او پاکستان به د دې هر څه څه حساب ورکوي، چې په تېرو ۶۰ کلونو کې یې د پولې دواړو غاړو ته ظلمونه کړې دي.
که خدای کول، انشاالله په اسلام اباد کې پیل شوی د محکومو پښتانو د دردیدلو پښتانو اوسنۍ د عدالت نعاره به په یوه رښتیني انقلاب بدلیږي، هغه انقلاب چې کله کلونو دواړو غاړو پښتانو یې انتظار ویستو.
وروستي