بيګـاه چـــــې ژړيدمـــــه پـــــه ډک زړه لکــــه آسمان
ورښــــــت و د يادونـــو پـــه شـــــر،شــــــر لکه باران
شاعــــــر مــــــې د زړګــــي و په ټــــــپو يې نازولــــــم
بــــللم يــــې خدايګـــــــوټي هــــم غزل او هــــم جانان
ټــــپه به شـــوم ،نغـــــمه به شـــوم مـــطربه وم د ځان
په مــــــا به يې چـــــې وکړسندريز غـــوندې احسان
مــــــنم چـــــې به يې زړه کـــــې مينه ډيـــــره وي ژوره
ګــــــــڼم يې رســــــيدنه تـــــل ته، لــــرې لــــــــه امکان
په سترګو کې مې پټې وې څو سپينې مــــرغلرې
بيګاه مې صدقه کړې ستا په نوم په درست جهان
وروستي