بواسير څه ډول ناروغي ده؟ نښې، لاملونه او درملنه يې
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
۱- پېژندنه:
بواسير چې جمع يې باسور لېکل کيږي او په انګليسي کې ورته هِموروئید Hemorrhoid يا piles وايي، هغه ناروغي ده، چې د اطراحيه سېسټم د مقعد د برخې وريدي رګونه پړسيږي او د اطراحيه مواد په اطراح کې ستونزې رامنځ ته کوي.
د بواسير د ناروغۍ له امله ډېری خلک د شرم احساس کوي او تر هغې د خپلې ناروغۍ په اړه څه نه وايي او نه يې هم د درملنې په لټه کې کيږي، ترڅو چې دغه ناروغي سخته او شديده شوې نه وي.
۲- د بواسير ډولونه:
د بواسير ناروغي په دوه ډوله ده، چې ورته دننه او بهر بواسير وايي.
- د بواسير داخلي ناروغي Internal hemorrhoids: که چېرې د بواسير ناروغي داخلي وي، نو د مقعد دننه برخې رګونه پړسيږي او درد د بهرني بواسير په پرتله کم وي. د داخلي بواسير په وخت کې د مقعد له د ننه څخه وينه بهيږي او د جامدو اطراحيه مواد رنګ عادي وي خو په وينه ککړ وي.
- د بواسير خارجي ناروغي External hemorrhoids: که چېرې د بواسير ناروغي بهرنۍ يا خراجي وي، نو د مقعد د بهرنۍ برخې رګونه پړسيږي، سخت درد کوي او په منظم ډول دوه يا درې ورځې وروسته يې درد شديد کيږي.
۳- د بواسير ناروغۍ نښې - نښانې:
که څه هم د بواسير نښې - نښانې د ناروغۍ په ډول پورې تړاو لري، خو په عمومي ډول بواسير لاندې نښې - نښانې لري.
- د اطراح په وخت کې د مقعد خارښت او درد
- د مقعد په شااخوا کې پړسوب او خارښت
- د غټو کولمو د حرکت په وخت کې په نس کې درد
- د اطراحيه موادو د اطراح په ترڅ کې او له اطراح وروسته وينه
۴- د بواسير ناروغۍ لاملونه:
- د قبضيت په وخت کې او يا پرته له قبضيت څخه، د اطراح په وخت فشار، راوړل، زور وهل او په زور سره د جامدو اطراحيه موادو خارجول.
- د زيات او اوږد وخت لپاره په تشناب کې کېنستل. ځيني خلک تشناب کې د اطراح پر وخت سګرېټ څکوي او يا هم په موبايل کې بوخت کيږي، چې د دوی له پاملرنې پرته يې ډېر وخت تيريږي او د بواسير لامل کيږي.
- د ځمکني يا ټېټ کاموډ څخه ګټه اخېستل، چې په کولمو باندې فشار راوړي او د بواسير لامل کيږي.
- د بواسير ناروغي شونې ده، چې په ارثي ډول هم ولېږدول شي. که په کورنۍ کې پخوا يو چا د بواسير ناروغي درلوده، نو شونې ده چې د کورنۍ نور غړي هم پرې اخته شي.
۵- د بواسير ناروغۍ درملنه:
د بواسير ناروغۍ د ناروغۍ په ډول پورې تړلې ده. لومړی بايد دا تشخيص شي، چې بواسير ناروغي داخلي ده او که خارجي او همدا ډول د بواسير د ناروغۍ شديد والی بايد څرکند شي.
- تودې او پاکې اوبه: تشناب ته له تلو وروسته مقعد بايد په پاکو او تودو اوبو ومېنځل شي.
- له صابون څخه بايد ډډه وشي: په تشناب کې د ضرورت له رفعه کولو وروسته او همد ډول د حمام کولو په وخت کې د مقعد په برخه کې او په ځانګړي ډول د مقعد دننه د صابون له کارولو بايد ډډه وشي.
- تيز او تريخه خواړه: تريخه او مرچ لرونکي خواړه هم د بواسير په منځ ته راتګ او د مقعد د زخم کېدو لامل کيږي. د زيات مرچي لرونکو خواړو له خوړولو بايد ډډه وشي.
- د بواسير ناروغي لپاره توصيه کېدونکي کريمونه دي له اطراح وړاندې په مقعد او شااخوا برخه ومښل شي، تر ۱۵ يا شلو دقيقو لپاره دې پرېښودل شي، ترڅو مقعد نرم شي.
- له اطراح وروسته د مقعد د پاکولو په موخه دې له نرم او پاک تشناب کاغذ څخه ګټه واخېستل شي. د خاروو تېږو او نور شيانو په وسيله دې د مقعد له پاکولو جدي ډډه وشي.
- په يو لوی لوښي کې دې sitz bath تر سره شي يا په يو لوښي کې دې Sizt واچول شي، د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقيقو پوري دې ناروغ کس په کې کېني.
- غوره دا ده، چې د بواسير د نښو په څرګندېدو سره پرته له دې د شرم احساس وشي، ناروغ کس بايد ډاکټر ته لاړ شي او د ډاکټر د توصيې اړوند درمل وخوري.
وروستي