د ماشوم وهل او تهدیدول کومې منفي پایلې لري

په ډېری خلکو کې اوس هم دا فکر شته، چې ماشوم باید د لښتې لاندې لوی شي دوی وایي، که ماشوم له وړوکوالي نه تر ډار لاندې ونه نېول شي، بیا نو په راتلونکې کې د ټولنې لپاره په یوه ګواښوونکي انسان بدلیږي، چې سمول به یې بیا مشکل کار وي.

ایا رښتا ده چې که ماشوم ونه ویرول شي، د ټولنې لپاره په یوه خطرناک انسان بدلیږي؟
ځواب نه دی، ځکه هیڅکله ماشوم په وهلو او ټکولو سمې لارې ته نه راځي او بالمقابل په یوه خطرناک او یو داسې پوچ مغزي انسان چې نه د ځان او نه د ټولنې لپاره دلیل او منطق لري، په یوه سخت او جدي انسان بدلیږي.

په افغانانو کې یو متل دی؛ چې چېرته ډب وي، هلته ادب وي؛ خو دا خبره د دوی پخواني فکر ته په کتو سره ددوی په نظر سمه ده، خو مګر په علمي او روزه نيز ډګر کې دا خبره هیڅ ارزښت نه لري.
په وړوکوالي کې ماشوم غواړي ډېرې خبرې وکړي خو که چېرته مور او پلار ورته موقع ورکړي او هغې ته په ارزښت قایېل شي نو په دې صورت کې له هغه څخه په راتلونکې کې یو باجرئته او په ځان باوري انسان جوړیږي.

تاسو به ځینې خلک لیدلي وي چې وايي، پلانی ماشوم ډېر سپین سترګی دی د مشر او کشر حیا نه پیژني، د هر چا په وړاندې خبرې کوي، خو مګر اصلي خبره دا نه ده، موږ باید د ماشوم هره خبره د هغه د سپین سترګتوب په مانا ونه پیژنو، که چېرته ماشوم ته د خبرو موقع ور نه کړل شي نو سربېره پردې خپله د خبرو او ویلو انرژي یې پاتې او بیا ضایع کیږي، بلکې په راتلونکې کې یو بې زړه، بې خولې او کیفیته انسان ور نه جوړیږي.

هغه پلار چې په دې هڅه کې دی، تر څو د خپل ځان په مقابل کې خپل زوی داسې وروزي چې دده هر ډول ښه او یا بد کار ښه وبولي، نو هغه ډاروي او کوښښ کوي چې تر خپل اغېز لاندې یې راولي او په راتلونکې د هغه ماشوم روحیه او فکري قوت نه یوازې د پلار په مقابل کې، بلکې د هر سړي په مقابل کې صفر وي چې دغه د نوموړي په شخصیت باندې سخت منفي تاثیر لري او بیا د ژوند په ټولو چارو کې په ځان بې باوره وي او آن نه شي کولای چې د ژوند ډېر عادي کارونه هم مخ ته بوزي.
 
د مور او پلار شخصیت د ماشوم د راتلونکي شخصیت سره ارتباط لري، که چېرته مور او پلار یې ډارن او د ژوند په کارونو کې زړه نازړه وي، نو دغه انګېزه ددوی ماشوم ته نقلیږي چې په نتیجه کې دغه یو منفي شخصیت خپلوي او ماشوم یې په چارو کې کمزوری او بیخي ضعیف وي.
 
کله چې مور او پلار خپل ماشوم چې په داسې عمر کې دی چې ځوانۍ ته د رسیدو په حال کې دی او غواړي ځینې مثبت کارونه وکړي خو ولې مور او پلار یې ددې لپاره چې اولاد یې د امکان په صورت کې له زیان سره مخ نه شي هغه ته په سخته لهجه وايي؛ ګوره دغه کار ونه کړې، که چېرته د دغه کار وکړ نو زیان به وکړې؛ یا دا چې ماشوم کوم مشروع کار کوي خو که له کوم زیان سره مخ شي، نو مور او پلار یې زوی سخت ملامتوي، آن تردې چې هغه بیا په راتلونکې کې هيڅ کار او فعالیت ته زړه نه ښه کوي.

هغه مور او پلار چې په ژوند کې ښه شخصیتونه دي، دوی ماشوم ته ددې ضامنه برابروي، چې هغوی هم ښه شخصیتونه وروزل شي، دوی ماشومان نه وهي او نه په داسې دیکتاتورانه ډول ورسره چلند کوي چې د ماشوم په راتلونکې ژوند کې بده پایله ولري.

تر ډېره حده د ماشوم په جوړونه کې د مور او پلار کلیدي رول دی، که مور او پلار یې په ښه ډول را لوی او وروزي، نو طبیعي چې ماشومان به یې زوړور او باجرئته وي او که مور او پلار یې بې زړه او بې پوهې وي نو بیا به ماشوم ته په اروايي لحاظ داسې څه ورپاتې نه شي چې سړی دې پرې حساب وکړي.

د پورتنیو توضیحاتو په اساس ویلای شو، چې ماشوم باید ونه وهل شي او نه باید په چارو کې تهدید شي، ترڅو چې راتلونکی یې متاثره نه شي، ماشوم باید په ښوونځي کې د استاد له خوا ونه وهل شي او نه باید په سختګیرۍ سره تهدید شي، ځکه دا هغه څه دي چې د ماشوم په روح او روان تاثیر لري.