
پاکستان له کلونو راهیسې ترهګریزه پالیسي پلي کړې او له دې درکه یې ګاونډي هېوادونه وران کړي او د خپل وطن خیر یې پکې غوښتی دی، پاکستان په دې سیاست کې ځکه تر ډیره بریالی و چې پروړاندې یې یو داسې هېواد و چې جوړښتونه یې له منځه تللي و او بیا راپورته کیدو یې وخت نیوه.
پاکستان په همدې کار کوي، چې افغانستان نه باید په پښو ودریږي، ځکه پاکستان باور لري، چې که افغانستان په پښو ودریږي، پاکستان سقوط کوي.
څو لاملونه دي چې پاکستان له افغانستان ویره لري:
لومړی: پاکستان ځکه د افغانستان جوړیدل نه غوښتل او نه یې غواړي، چې د پاکستان د هرې فابریکې تولید د افغانستان بازارونه نیولي او هر بې کیفیته توکی یې افغانستان کې په وړ بیه پلورل کیږي چې له دې درکه د پاکستان اقتصاد او سوداګري ښه روانه وه.
دویم: پاکستان ځکه نه غوښتل او نه غواړي چې افغانستان جوړ شي چې پاکستان کې پراته افغان مهاجر به خپلې خاورې ته ستانه شي او د مهاجرو له درکه د ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو مرستې به پرې ودریږي چې اوس یې د مهاجرو له درکه اخلي.
دریېم: پاکستان ځکه د افغانستان جوړیدل نه غواړي د افغانستان تولیدي برښنا او زراعت همدا اوس د افغانستان په اوبو روان دی او کله چې، افغانستان په پښو ودریږي، اوبه مدیریت کوي او اوبه چې مدیریت شوې، پاکستان په للمه بدلیږي او مجبور دې چې د زراعت او برښنا وارداتي قراردادونه له نورو هېوادونو سره وکړي.
څلورم: پاکستان ځکه د افغانستان د ورانولو هڅه کړې او کوي یې چې که افغانان په پښو ودریدل، نو د ډیورنډ مسله رامخ ته کوي او پاکستان ته هر کله سرخوږی جوړولی شي چې د پاکستان د تجزيي کیسه پکې حتمي کیږي.
پنځم: پاکستان ځکه نه غواړي چې افغانستان جوړ شي چې پاکستان له هند سره رقابت او دښمني لري او که افغانستان جوړ شو او بهرني سیاست کرښې یې مالومې شوې نو هند ورته له خپل اړخ څخه یو خطر کیدلی شي.
شپږم: پاکستان ځکه نه غواړي چې افغانستان کې جګړه ختمه شي، چې د افغانستان د جګړې له درکه پاکستان له هېوادونو مرستې اخلي او په دې مرستو بیرته ترهګر روزي، پاکستان د ترهګرۍ په روزنه د سیمې او نړۍ هېوادونه ګواښي او په افغانستان کې پرې خپلې ګټې خوندي کوي.
نور موارد هم شته، خو که ټول ولیکم دلته به یې د لوستلو حوصله و نه لرئ.
خو له نیکه مرغه چې اوس افغانستان یو څه په پښو دریدلی، د پاکستان له انحصاره یې ځان ژغورلی او د سوداګرۍ لپاره یې بدیلي لارې پيدا کړي چې له پاکستان ارزانه او اسانه دي.
افغانستان اوس بهرني ملاتړي پیدا کړي او داسې سیاست یې لوبولی دی چې پاکستان په کې چیغې وهي او نړۍ یې اوري، په پاکستان اوس دومره کړۍ راتنګه شوې چې هیڅکله یې په اړه فکر نه و کړی.
پاکستان اوس هم د شلمې پیړۍ تګلارې په افغانستان کې پلي کوي چې د افغانستان حکومت او افغانان به یې په ځینو ملایانو کافر کړل او بیا به یې له دې لارې شوم اهداف تعقیبول، اوس افغانان هوښیار شوي او یو داسې ولسمشر یې پیدا کړی چې د پاکستان ټول تخمونه یې په نطفه کې شنډ کړي او هيڅکله به اولادونه و نه زیږوي چې ښه یې راشي.
امریکا اوس تر بل هر وخت پاکستان ته برګه برګه کیږي او د ترهګرۍ د ملاتړ په تور یې ممکن په تور لیست کې شامل کړي، پاکستان به اوس یا له ترهګریز سیاست لاس اخلي او یا به چاودنه کوي.
پاکستان په کور دننه کله د عمران خان، کله د بریالیانو او کله د پښتنو خوځښت محاصره کړی وي او له بیرون امریکا او ملګرو هېوادونو یې محاصره کړی، دا ټولې د پاکستان غلطې تګلارې دي، چې اوس یې نتیجه ګوري.
پاکستان چې کلونه په افغانستان نوبت تېر کړی، اوس د دې وخت رارسیدلی چې خپل حساب ورکړي او هغه ناروا کړنې جبران کړي چې په تېرو کلونو کې یې کړي دي، بله لار نشته، له ترهګریز سیاست لاس اخیستل او یا چاودنه!!!