د بې وسۍ کريغې

د شپې دولس بجې دي، تکه توره شپه ده، د سيمې ډيری خلک په درانه خوب ويده دي، د ځينو خټينو کورونو له کړکيو د څراغونو راوتونکي رڼا د سړي پام ځان ته اړوي، په اسمان کې ځليدونکي ستوري لکه د پېغلې په ټيکري سريخ شوې سيتارې شغلې کوي، په حجره کې ناست سپين ږيري له ډېرې خوشالۍ نه سره او سپين شي ، غواړي په شپه کې ددې کور د يوې پېغلې ژوند د سيمې د رواجونو په قالب کې واچوي او وروسته يې د خرڅولو نرخ معلوم کړي.

آه زما خدايه!
سپين ږيري موافقې ته رسيږي، د جينۍ پلار د ډېر ولور له امله هر څه ته غاړه ږدي او بلاخره پېغله د پنځوس کلن سپين ږيري په نوم کيږي، د خير لاس پورته شو، له دې سره د يوه بې وسه انسان د ارمانونو نړۍ اور اخلي او په هغه بله کوټه کې د يوې خرڅې شوې پېغلې له خولې کريغې پورته کيږي، په سپينو اننګيو يې د بې وسۍ اوښکې خړو خاورو ته منډې وهي او له ډېره درده د سر ويښتان وباسي.

شپه د ديوالي ساعت له ستنو تېره شوه، سحر ته ورغاړې وته، د پورې کلي له بامونو د ډزونو اوازونه پورته شول، په سيمه کې د بې وزله پېغلې د کوژدې خبره خوره وره شوه، د سيمې خلک ډلې ډلې د سپين ږيرې کور ته د مبارکۍ په موخه ور روان دي، د سپين ږيري په کور کې د خوښۍ تمبلونه غږيږي او د هر سړي په شونډو موسکا خوره ده.

په کوټه کې ناسته بې وسه پېغله په ژړا - ژړا کې د خپلو ارمانونو او مين خبره کوي، د سيمې په رواجونو او د پلار په پرېکړه لعنت وايي او د ضعف غېږې ته لويږي.