
چې په سترګو ئې زما باندې ځان وليد
بيا ئې ټيټ له خپله ځانه،جهان وليد
زړۀ مې پټ ،د دۀ لمن کښې ترېنه پټ کړ
لاس د يار کښې مې چې، تير و کمان وليد
وه جـــــادو د يار د مخ کـــــه مې د سترګو
چې په مخ کښې د هر ګل مې جانان وليد
نصيحت مې د ناصح هلــــــه په ياد شو
څيرې،څيرې مې چې، خپل ګريبان وليد
خوب له سترګو ئې ،جوړ وړی زما ياد وو
ځکــــــه ما هم د شپې خو ب پرېشان وليد
دا څه لوبې په يارانو ،مينې وکړې
مجـــــنون کلی او مين بيابان وليد
م٠ق٠مين
پېښور ١٩/٥/٢٠١٠